د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراقيو کردانو پارلېماني ټاکنې وځنډېدلې


د عراق د نیمه خپلواکه کردستان پارلېمان وايي، د دې سیمې د مشرتابه او پارلېمان انتخابات اته میاشتې ځنډول شوی دی. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې دا انتخابات به د نومبر پر لومړۍ نېټه تر سره کېدل.

دا اعلان د سشنبې په ورځ له هغه یوه ورځ وروسته شوی چې هلته د انتخاباتو کمیسون وویل، په بغداد کې له فیډرالي حکومت سره د خپلواکۍ د ټولپوښتنې پر سر د راپورته شوي کړکیچ له امله سیاسي ګوندونه نه دي توانیدلي چې د دې دواړو انتخاباتو لپاره خپل کاندیدان معرفي کړي.

په عراقي کردستان کې تیره میاشت د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه وشوه او د عراق په شمال کې د کردانو تر واک لاندې سیمو کې اکثریت خلکو د خپلواکۍ په پلوۍ رایې ورکړي خو د بغداد حکومت دا ټولپوښتنه غیرې قانوني وبلله.

له ټولپوښتنې وروسته د عراق حکومتي ځواکونو او متحدو شیعه ملیشې یې په کرکوک کې هغه لانجمنو سیمو ته ورغلي چې مخکې د کردي پیش مرګه ځواکونو په واک کې وې.

د کردستان د ډیموکراټ ګوند مشر مسعود برزاني له ۲۰۰۵ م کاله راهیسې د عراق د نیمه خپلواکه کردستان د سیمه ایز حکومت مشري کوي. د سیمې د پارلمان لپاره په ۲۰۱۳ م کال کې انتخابات شوي وو.

د کرکوک د سیمې له لاسه ورکولو وروسته د کردستان د حکومت مهم مخالف ګوند ”ګوران“ د مسعود برزاني او د ده د مرستیال د استعفا غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG