د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي ، تازه جګړو ۱۵۰۰۰ افغانان بې کوره کړي


ملګري ملتونه وايي، په نژدې یوه اونۍ کې د افغانستان په ننګرهار او کندز کې د خراب امنیت او جګړې له امله ۱۵ زره افغانان بې کوره شوي دي .

د ملګروملتونو د بشري مرستو ادارې د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل چې په وروستۍ یوه اونۍ کې لږترلږه ۷۰۰۰ کسان د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جګړې له امله بې کوره شوي دي.

دې ادارې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د جګړې له امله د بې کوره شوو خلکو شمېر ۸۵۰۰ ښودلی دی.

د ملګروملتونو د بشري مرستو اداره ویلي چې د روان کال له پېل راهیس ۲۵۰۰۰۰ کسان په ټول افغانستان کې بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو له خوا دا خبره په داسې وخت کې شوې ده چې په افغانستان کې وسله والو طالبانو په تېرو څو ورځو کې یو شمېر ډېر خونړي بریدونه تر سره کړي دي.

په پلازمېنه ، کابل ، پکتیا ، غزني ، کندهار او یو شمېر نورو ښارونو کې شوو دې بریدونو په سلګونه کسان وژلي او ټپي کړي دي.

بل پلو ملګري ملتونه دا هم وايي چې په څه باندې یوه اوونۍ کې له ایرانه په زور ایستل شوي ۱۶ زره افغانان خبل هیواد ته ستانه شوي دي.

د یادې ادارې د چارواکو په وینا ، په عین حال کې له پاکستانه هم ۱۵۰۰ افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG