د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر اشرف غني په رسمي سفر هند ته تللی دی


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یو رسمي سفر د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته رسېدلی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني د هند له بهرنیو چارو وزیرې سره پر ستراتيژيک همکاریو خبرې اترې کړې دي.

د ارګ ماڼۍ پر خپله رسمي ټویټر پاڼه په یو لنډ بیان کې لیکلي چې ولسمشر غني هند ته پر رسېدو د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره کتلي دي.

بیان زیاتوي چې ولسمشر اشرف غني او مېرمن سوشما سواراج د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ، پانګونې، ټرانزیټ او د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به د خپل دې یو ورځني سفر پر مهال له هندي وزیراعظم نریندر مودي سره هم لیده کاته وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني چې د سېشبې په سهار د ډیلي پوځي هوايي ډګر ته ورسېدی نو د هند د دفاع په چارو کې د دولت وزیر او یو شمېر هندي چارواکو او افغان ډپلوماټانو د افغان ولسمشر هرکلی وکړ.

له ولسمشر غني سره په دې یو ورځني سفر کې د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د کانونو وزیره هم ملګري دي.

د ولسمشر ماڼۍ - ارګ – د سېشنبې په ورځ په یو خبرپاڼه کې لیکلي چې له هندۍ غاړې سره د افغان ولسمشر اشرف غني د خبرو اترو ایجنډا په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزه ، دوه اړخیزه تجارتي او سیاسي حالات دي.

افغان ولسمشر اشرف غني په داسې وخت کې هند ته سفر کوي چې په افغانستان کې وسله والو طالبانو په تېرو څو ورځو کې یو شمېر ډېر خونړي بریدونه تر سره کړي دي.

په پلازمېنه ، کابل ، پکتیا ، غزني ، کندهار او یو شمېر نورو ښارونو کې شوو دې بریدونو په سلګونه کسان وژلي او ټپي کړي دي.

هند د افغانستان د دې دریځ ملګری دی چې ګواکې پاکستان په ګاونډیو هیوادونو کې د لاسوهنې لپاره پر خپله خاوره وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او له هغوی سره مرستې کوي.

افغانستان وايي چې پاکستان په ځانګړې توګه افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي او هند بیا پاکستان په دې تورنوي چې د لښکر طیبه ، جېش محمد او لښکر جنګوي غوندې ډلې یې ساتلې دي کومې چې د هند تر واک لاندې کشمېر کې پر هندي ځواکونو بریدونه کوي.

پاکستان نه یوازې دا تورونه ردوي بلکې وايي چې افغانستان پاکستانیو طالبانو ته پناه ورکړې او هند د افغانستان له لارې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې له بېلتون غوښتونکو وسله والو بلوڅو ډلو سره مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG