د لاسرسي ځای

تازه خبر

روغتون د لاوارثه نرښځي مړی ولې سردخانه کې و نه ساته؟


پراګ - د خیبر میډیکل پوهنتون د مرده خانې چارواکو هغه تورونه رد کړي چې د یوه لاوارثه نرښځي مړی یې هلته له ساتلو انکار کړی.

د پېښور د پیربالا د پولیسو څوکۍ مشر ظهور رحمان د دوشنبې یا ګل پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د مرده خانې ډاکترانو د مړي له ایښودو انکار وکړ نو دوی بیا د عارف چې د وړې په نوم پېژندل کېده، مړی خاور ته وسپاره.

رحمان وايي، ((د مرده خانې ډاکترانو له دې څخه [طبي] ستونزه جوړه کړه او موږ ته یې وویل چې په مړي کې چینجي شوي دي نو په سرد خانه کې د ايښودو قابل نه دی.))

د عارف په نوم د دې نرښځي مړی د جمعې په شپه په پېښور کې موندل شوی وو. پولیسو چې کوم انځورونه مشال راډیو ته ورکړي په هغې کې ښکاري چې عارف چا په چړو وهلی او مرۍ یې ترې پرې کړې.

خو د خیبر میډیکل پوهنتون د سردخانې ډاکتر سعد وايي، دی هغه شپه په کار کې وو او د مړي په بدن کې چینجي شوي ول.

پولیس افسر ظهور رحمان وايي، د ((مړي ټول بدن صحیح سلامت وو او داسې هېڅ خبره نه وه چې ګواکې په [سرد خانه] کې د ایښودو قابل نه وو.))

دی تور پورې کوي چې ډاکترانو ناقانونه او ((غیر انساني)) عمل کړی دی.

د نرښځیو د حقونو لپاره د کارکوونکې یوې ادارې مشر قمر نسیم اېډوکېټ تور پورې کړی چې د خیبر میډیکل پوهنتون د سردخانې چارواکو د عارف مړی د طبي وجوهاتو له کبله نه بلکې د ((کرکې)) له کبله کړی.

ډاکتر سعد وايي، ((موږ دا انکار له دې وجې نه دی کړی چې ګواکې دا د [نرښځي] مړی وو)). اصلاً ((په مړي کې چینجي شوي ول. دا نړیوال پروټوکول دی چې خراب مړی باید په سرد خانه کې و نه ساتل شي.))

ډاکتر سعد وویل، دوی له هېچا سره د جنس، مذهب، عقیدې یا رنګ پر اساس توپیر نه پالي.

د پاکستان حکومت په وروستیو کلونو کې د نرښځیو د حقونو د خوندیتوب یو لړ اقدامات کړي دي خو د نسیم په خبره، اوس هم د هغوی پر ضد توپیر پالل کېږي.

د دې رپورټ تر بشپړېدو د عارف (وړې) وارثان نه دي موندل شوي او پولیس وايي، د هغه د وژونکو لټون کوي.

XS
SM
MD
LG