د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو د کردانو د قامي هویت هڅو ته درناوی لري: لاوروف


پراګ - د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف ویلي، مسکو د عراقیو کردانو د خپل شناخت او هویت تر لاسه کولو ته درناوی لري.

لاوروف د اکتوبر پر ۲۳مه وویل، البته په کار دا ده چې کردان د خپل قامي تشخص تعیینولو کار د بغداد له وفاقي حکومت سره په خبرو تر لاسه کړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د عراقیو کردانیو او بغداد تر منځ د ازادۍ یا خپلواکۍ تر ټولپوښتنې وروسته اړیکي کړکېچن شوي دي.

دا ټولپوښتنه د سېپټېمبر پر ۲۵مه شوې وه چې پکې د کردیو چارواکو په وینا، اکثریت خلکو یې د خپلواکۍ په حق کې رایه ورکړې وه.

لاوروف په مسکو کې له خپل عراقي سیال ابراهیم الجعفري سره تر لیدو وروسته وویل، دی پوهېږي چې کردان خپل شناخت پیاوړی کول غواړي زیاته یې کړه چې د سیمې حالاتو ته په کتو د دې مقصد تر لاسه کولو لپاره مذاکرات مناسبه لار ده چې دا راز سیمه له لا نورې بې ثباتۍ محفوظه شي.

لاوروف وویل، مسکو به د عراق د نورو سیمو په څېر له کردستان سره هم خپل اقتصادي تعلقات برقرار ساتي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG