د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ، امریکا او اروپايي ټولنې په افغانستان کې تازه بریدونه غندلي


دا له هغه وروسته ده چې د جمعې په ورځ لومړی بريد د کابل په دشت برچي کې د شيعه ګانو په امام زمان جمات شوی دی او په دويم برید کې د غور ولايت يو جمات په نښه شوی دی.

امريکا به افغانستان کې د وسله والو له خوا په تېرو څو ورځو کې تر سره شوي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیتر ناوریت د جمعې په ورځ ناوخته دا بریدونه بزدلانه او بې معنی بللي دي.

هیتر ناوریت د ترهګرۍ پرضد د امریکا او افغانستان ملګرتیا ته په اشاره ویلي چې له افغانستان سره د واشنګتن کلکي ژمنې پر خپل حال دي.

نوموړې زیاته کړې چې امريکا د افغانستان له حکومت او ولس سره ولاړه ده او هڅې به کوي چې په افغانستان کې یوې تلپاتې سولې او روغې جوړې ته لار هواره شي.

اروپایي ټولنې هم تیره شپه په یو اعلامیه کې له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړي او له هغو کورنیو سره یې غمرازي کړې ده چې خپل خپلوان یې د کابل، غور، غزني، کندهار او پکتیا په پیښو کې له لاسه ورکړې دي.

د اروپایي ټولنې په بیان کې راغلي دي چې دا بریدونه به د دوی د ټولنې د هغو هڅو مخه ونه نیسي چې د افغانستان د سولې، ثبات او رغونې لپاره یې کوي.

بل لور ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د جمعې په ورځ ويلي چې په افغانستان کې د ترهګرو وروستي بریدونه به په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان او پاکستان پر هڅو اغیز ونه کړي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د جمعې په ورځ يې د پاکستان د پوځ له مشر او د دې هیواد د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د روان حالت په اړه خبرې کړې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د جمعې په ورځ لومړی بريد د کابل په دشت برچي کې د شيعه ګانو په امام زمان جمات شوی دی او په دويم برید کې د غور ولايت يو جمات په نښه شوی دی.

افغان چارواکي وايي، د جمعې په ورځ په کابل او غور ولایت کې په شویو بریدونو کې جوماتونه په نښه شوي چې پکې لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي چې د کابل په برید کې يوه ځانمرګي هغه وخت ځان والوزاوی چې د امام زمان په جمات کې خلک د ماښام پر لمانځه د درېدو په حال کې وو.

دده په وينا، په بريد کې ۳۹ وژل شوي او ۴۵ ټپيان شوي دي. د ده په وینا ، دویم برید

هم ځانمرګی وو چې د غور ولايت په جمات کې شوی. په دې کې ۳۳ کسان وژل شوي او لس ټپيان دي.

يو ځايي چاوراکی وايي، د غور د جمات په برید کې ښايي د وسله والو طالبانو مخالف ځايي قومندان په نښه شوی وي چې د بريد پر وخت هلته وو.

د کابل د برید ذمه واري د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش منلې ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ ویلي ، هغه ترهګر چې د افغانانو بربادي غواړي په خپله له تباهي سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د سېشنبې په ورځ د پکتیا په مرکز ګردیز کې تر څلویښتو ډیر کسان چې نیمایي یې ولسي وګړي وو ، ووژل شول.

په همدې ورځ د غزني په اندړو ولسوالي کې د وسله والو برید تر شلو ډیر افغان ځواکونه ووژل او د پنجشنبې په ورځ د کندهار په میوند ولسوالي کې د افغان ځواکونو په پوځي اډې کې تر ۴۰ ډیر سرتیرې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG