د لاسرسي ځای

د اکتوبر ۲۰مه نېټه هر کال په کور دننه د کار روزګار کوونکو د حقونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دې اړه په پېښور پریس کلب کې هم د مدني فعالانو له خوا یوه غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې پر دې خبره د خفګان څرګندونه وشوه چې په خيبر پښتونخوا کې کومي ښځې په کورونو کې دننه کار روزګار کوي د هغوي اقتصادي او نور حقونه تر پښو لاندې کیږي او دوي ته د خپل محنت په حساب پېسې نه ورکول کیږي.

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکې ډلې مشرې معراج همایون مشال راډیو ته وویل ، کار کوونکو مېرمنو ته د مارکیټ خلک د هغو د کار مطابق پېسه نه ورکوي.

نوموړې زیتاته کړه چې په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ډېري ښځي په کورونو کې په ډېر زیار توکي تیاروي خو هغوی ته د دوی د اېستلي زیار په څېر قېمت نه ورکول کېږي.

معراج همایون وویل ، ښځې چې پر کومو کالیو خپلې ګوتې سورۍ کوي پر هم هغو توکو ټوله ګټه د بازار خلک کوي.

په ملګرو ملتونو کي د ښځو د حقونو لپاره د کار کوونکې څانګې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو مشر سید واجد شاه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ،په پاکستان کې د کارګرانو لپاره په جوړ شوي قوانینو کې په کور دننه د کار روزګار کوونکو یادونه نشته او په دغه وجه د دې خلکو حقونه ترپښو لاندې کیږي.

سید واجد شاه د دې روزګاریانو د ستونزو په اړه وویل ،د حکومت لخوا ورته څه اسانتیاوې نه ورکول کیږي.

د سرډ په نوم د یو غېر دولتي تنظیم مشر سېف الرحمان دراني وویل ، په پښتونخوا او قبایلي سیمو کي د ترهګرۍ او بد امني له کبله ‌ډېری کارکوونکي مېرمنې اغېزمنې شوې دي.

ده وویل تنظیمیې په قبایلي سیمو کې شپږ زره کارکوونکو مېرمنو ته روزنه ورکړې ده او نېغ په نېغه یې دغه مېرمنې له مارکیټ سره تړلې دي.

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکي ډلې مشره معراج همایون وايي په پښتونخوا صوبه کې د کارګرانو مېرمنو د حقونو لپاره د یادې صوبې په اسمبلۍ کې پر یو قانوني مسوده کار روان دی خو لا تر دې دمه دغه مسوده صوبايي اسمبلۍ ته نه ده وړاندی کړل شوې.

XS
SM
MD
LG