د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احتساب عدالت نواز شریف په بل جرم هم تورن کړ


نواز شریف
نواز شریف

د واکمن مسلم لیګ نواز چارواکي وايي ، د ګوند مشر نواز شریف به یې د اکتوبر پر ۲۱ مه نېټه پاکستان ته ستون شي.

د پاکستان د احتساب عدالت پخوانی وزيراعظم نوازشريف په بهر هیوادونو کې د غیر قانوني کمپنيو لرلو په مقدمه کې په رسمي توګه تورن کړی دی.

جسټس محمد بشیر د چارج شیټ وړاندې کولو په موقع وویلچې نواز شریف تر خپل امدن زیات ملکیت لري خو نواز شریف د جرم له منلو انکار کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې یاد عدالت د پنجشنبې په ورځ هم پخوانی وزيراعظم نواز شريف ، د هغه لور او زوم په لندن کې د ودانيو اخیستو په مقدمه کې په رسمي توګه تورن کړي وو.

نواز شریف له دې کبله عدالت ته ندی حاضر چې د خپلې مېرمنې د ناروغۍ له امله په لندن کې دی خو د هغه لور مریم نواز په عدالت کې موجوده وه.

د واکمن مسلم لیګ نواز چارواکي وايي ، د ګوند مشر نواز شریف به یې د اکتوبر پر ۲۱ مه نېټه پاکستان ته ستون شي.

د تېرې ورځې عدالتي کاروايۍ کې دا وویل شو چې د لندن ودانيو يا فليټس اخیستو په اړه په ۲۰۰۶م کال کې په عدالت کې جمع کړل شوی تړون جعلي دی.

خو تورن شوی نواز شریف او کورنۍ یې د دې جرم له منلو انکار کړی دی او دا یې د ځان پرضد یو دسیسه بللې ده.

دا تور په ۲۰۱۶ م کال کې د پانامه اسنادو تر په ډاګه کېدو وروسته لګول شوی چې پکې ويل شوي چې شريف کورنۍ په بهر هېوادونو کې یو شمېر کمپنۍ لري او هم له دې لارې يې په لندن کې کورونه اخستي وو.

نوازشريف د جولايي پر ۲۸مه سپريم کورټ نااهله ګرځولی او هغه سم دستي استعفا ورکړې وه.

د پاکستان تر ټولو لوی عدالت - سپریم کورټ - د احستاب ادارې – نشنل اکاونټبلېټي بېرو- ته ويلي وو چې د نوازشريف د کورنۍ د شتمنيو پلټنه دې وکړي.

XS
SM
MD
LG