د لاسرسي ځای

روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د وسلو د نوي ځغل د امکان ګواښ کړی دی او پر واشنګټن یې تور پورې کړی چې د سړې جګړې له یوه مهم تړونه وتل غواړي.

پوتین د بهرنیو چارو د تګلارې د روسیو او نړیوالو پوهانو یوې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که امریکايي چارواکي پر روسیو رسنیو فشار راوړي نو دی به پر امریکايي هغو محدودیتونه ولګوي.

ده وویل، که امریکا د درمیاني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو له موافقې ووځي نو مسکو به سمدستي او د برابر تناسب غبرګون وښيي.

په ۲۰۱۴ز کال کې چې واشنګټن پر مسکو د دې موافقې د سرغړونې تور پورې کړ نو له هغه وخت راهیسې دا موضوع کړکېچنه شوې. مسکو دا تور رد کړی او ورته تور یې پر واشنګټن پورې کړ.

پوتین په خبرو کې په روسیې کې د امریکايي رسنیو د کار موضوع هم یاده کړه. د روسیې په دولتي پیسو د چلېدونکو رسنیو لکه رشا ټوډې ټېلېوېژن او سپوتنیک خبري اژانس چارواکو ویلي، د دوی ادارو امریکايي څانګو ته د بهرنیو اېجنټانو د رجسټرېشن له قانون سره سم د نوملیکنې امر شوی دی.

پوتین اشاره ورکړه چې د سي اېن اېن، امریکا غږ او د ازادې اروپا د راډیو په ګډون په روسیې کې فعاله امریکايي رسنۍ له ځوابي غبرګون سره مخامخېدای شي.

XS
SM
MD
LG