د لاسرسي ځای

تازه خبر

احتساب عدالت نواز شریف په رسمي توګه تورن کړ


نواز شریف
نواز شریف

مریم نواز تر احتساب عدالت بهر خبریالانو ته وویل ، دا یو داسې مقدمه ده چې پرېکړه یې له وړاندې لا راغلې ده.

د پاکستان احتساب عدالت د دې هېواد پخوانی وزيراعظم نوازشريف ، د هغه لور مريم نواز او زوم کېپټن صفدر په بهر هېواد کې د نا اعلان شويو شتمنيو درلولودلو په مقدمه کې په رسمي توګه تورن کړي دي.

نواز شريف د خپلې مېرمنې د ناروغۍ له امله په لندن کې دی او پر ځای یې وکيل په عدالت کې حاضر شو.

مريم نواز او کېپټن صفدر پر دې مهال پخپله په عدالت کې وو او پر هغوی له لګېدلو تورونو يې انکار وکړ.

مریم نواز تر احتساب عدالت بهر خبریالانو ته وویل ، دا یو داسې مقدمه ده چې پرېکړه یې له وړاندې لا راغلې ده.

د نوازشريف کورنۍ دغه تورونه د دوی پر ضد د دې هېواد د جاسوسي ادارو له خوا سازش ګڼي.

دا تور په ۲۰۱۶ م کال کې د پانامه اسنادو تر په ډاګه کېدو وروسته لګول شوی چې پکې ويل شوي چې شريف کورنۍ په بهر هېوادونو کې یو شمېر کمپنۍ لري او هم له دې لارې يې په لندن کې کورونه اخستي وو.

نوازشريف د جولايي پر ۲۸مه سپريم کورټ نااهله ګرځولی او هغه سم دستي استعفا ورکړې وه.

د پاکستان تر ټولو لوی عدالت - سپریم کورټ - د احستاب ادارې – نشنل اکاونټبلېټي بېرو- ته ويلي وو چې د نوازشريف د کورنۍ د شتمنيو پلټنه دې وکړي.

XS
SM
MD
LG