د لاسرسي ځای

تازه خبر

دولت وزیري: په کندهار کې ۴۳ عسکر وژل شوي


دولت وزیري
دولت وزیري

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهار د میوند ولسوالۍ په پېښه کې د ملي اردو ۴۳ سرتیري وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري مشال راډیو ته وویل، په قرارګاه کې مېشت نهه نور عسکر ټپییان او شپږ لا درکه دي.

په میوند ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې مشال راډیو ته وویل چې برید تیره شپه له ځايي وخت سره سم یوه نیمه بجه د یوه داسې ټېنک په وسیله شوې ده چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوي وو.

د سرچینې په خبره وسله والو غوښتل د ملي اردو دغه قرارګاه ونیسي خو کومکي ځواکونه هلته رسېدلي او یاده قرارګاه یې د وسله والو لاسونو ته له لوېدو ژغورلې ده.

د افغانستان دفاع وزارت او د کندهار د ولایت مقام هم د دې پېښې پخلی کوي خو په دې اړه یې لا نور مالومات نه دي خپر کړي.

وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږلي خبر کې د دې برید زمه واري منلې ده.

په کندهار کې دا پېښه له هغه دوې ورځې وروسته ده چې وسله والو د پکتیا په مرکز ګردیز کې په ورته برید کې ۴۱ کسان ووژل چې د ځايي چارواکو په وینا ، پولیس او عام خلک وو.

وسله والو طالبانو په غزني کې د هغه برید زمه واري هم منلې وه چې د پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې وژل شوي وو.

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله پکتیا د سفر پر مهال که څه هم د کوم هیواد نوم نه دی اخیستی خو د ده په وینا دا د افغانستان د دښمنانو کړنې دي چې افغانان وژني.

افغان چارواکي وايي ، هلته د حکومت پرضد په جګړه بوخت د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو وژونکي وسله وال طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري خو پاکستان یې نه مني.

په افغانستان کې د وسله والو له خوا بریدونو په داسې وخت کې زور اخیستی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په نوې تګلاره کې ویلي ، په افغانستان کې به د وسله والو پرضد تر بریالي کېدو جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG