د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراینی پوځ وايي بېلتونپالو دوه سرتېري وروژلي دي


پراګ - اوکراین پوځ وايي، د سېشنبې یا نهې پر ورځ د روسیې ملاتړیو بېلتونپالو د اوربند سرغړونه کړې او د دوی پر امنیتي سرتېرو یې ډزې کړې دي چې پکې دوه پوځیان وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د اوکراین پوځ د اکتوبر پر ۱۸مه وویل، بېلتونپالو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۴۴ ځلې د اوربند سرغړونه کړې.

د پوځ په خبره، دا سرغړونې په دنېڅک کې شوې دي چې دوی هم ۳۸ ځوابي ډزې کړې دي.

د پوځ بیان وايي، بېلتونپالو توغندي، د ټانک ضد راکټونه او نورې وسلې کارولې دي. تر دې مخکې د اکتوبر پر ۱۶مه هم په دنېڅک کې د بېلتونپالو په برید کې دوه اوکرایني سرتېري وژل شوي ول.

بېلتونپالو د اوکرایني پوځ د تازه تورونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د اوکرایني پوځ او د بېلتونپالو تر منځ په جګړه کې له ۱۰ زره څخه زیات کسان وژل شوي دي.

هم هغه کال روسیې د کرېمیا ټاپووزمه ونیوله او له ځان سره یې وتړله. ملګرو ملتونو او غربي هېوادونو دا کار غندلی او ناقانونه بللی دی.

د کرېمیا د الحاق پر سر د روسیې او غربي هېوادونو تر منځ تعلقات خراب شول او امریکا پر مسکو یو لړ بندیزونه هم ولګول چې تر اوسه لاګو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG