د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلتونپالو دوه اوکرایني سرتېري ووژل


د اوکراین پوځ د چارشنبې پر ورځ وویل چې تېره ورځ د روس په ملاتړ جنګیدونکیو بیلتون پالو د اوربند په سر غړونې کولو سره د دوی پر امنیتي سرتېرو ډزې کړي چې په پایله کې یې د دوی دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د اوکراین پوځ وايي بیلتون پالو په تېرو دوو شپو او ورځو کې ۴۴ وارې د اوربند نه په سر غړونې کولوپه ډونیسک سیمه کې،د دوی په سرتېرو ډزې کړې او د اوکراین پوځ هم ۳۸ ځلې پر بیلتون پالو ځوابي ډزې کړې دي.

د پوځ اعلامیه وايي بیلتون پالو, د هوان توغندي، د ټانک ضد راکټ لانچرې او نورې وسلې استعمال کړې دي.

تر دې وړاندې د روانې په ۱۶مه هم په ډونیسک سیمه کې دوه اوکرایني سرتېري د بیلتون پالو په حمله کې وژل شوي وو.

د ۲۰۱۴ م کال راهیسې د اوکرایني پوځونو او د روس په ملاتړ جنګیدونکیو بیلتون پالو ترمنځ په جګړه کې له لسو زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG