د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګردېز کې دو موټر بم چاودنو ۱۵ تنه وژلي، ګڼ ژوبل


د پکتیا په امنیه قوماندانۍ په دوو موټر بم چادونو او وروسته ډله ییزه وسله واله برید کې نېږدې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپيان دي.

له ګردېزه د ازادي راډيو خبریال د سیې ځايي روغتون ته ورغلی او وايي په مړو او ټپیانو کې ولسي وګړي او سرتېري شامل دي.

یوې امنیتي سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې په په وژل شوېو کې د پکتیا امنیه قوماندان توریالی عبدیاني هم شامل دی.

لومړۍ چاودنه نېږدې لس بجې د یو هاموې ټانک بم په وسیله د امنیې قوماندانۍ په دروازه کې شوې او ورپسې بله موټر بم چاودنه په امنیه قوماندانۍ کې دننه شوې ده چې وروسته ډله ییزه وسله والو نښته رامنځ ته شوې ده.

په سیمه کې د افغان امنیتي سرتېرو او بریدګرو ترمنځ اوس هم جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی.

XS
SM
MD
LG