د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي هیلیکاپټرې افغان ځواکونو سره څومره مرسته کوي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د فرانسې خبري اژانس خپله يوه ليکنه د هغو بليک هاک هېليکاپټرو په اړه خپره کړې ده چې په دې نږدو کې امريکا افغاننستان ته ورکړي دي.

اژانس ليکي چې د افغانستان په يوه پوځي اډه کې د نورو هغو جنګي الوتکو چې د طالبانو پر ضد کارول کيږي تر څنګ ولاړ دغه خړ او شنه رنګ کې بليک هاک هيليکاپټرې په ړومبي نظر کې ډيرې بې سارې ښکاري خو په دويم نظر کې يو مهم بدلون تر سترګو شي او هغه دا چې اوس په دغو هيليکاپټرو د امریکا د هوایي ځواک نه بلکې د افغان هوایي ځواک نشان لګيدلی دی.

د اژانس په خبره دغه مرمت شوی هيليکاپټر له هغو ۱۵۹يو دی چي تېره مياشت امریکا افغان ځواکونو ته په دې موخه حواله کړې چې د طالبانو پر ضد روانه جګړه کې ترې کار واخېستل شي.

اژانس د امریکا د دفاع د وزارت پینټاګان د وياندکرنل مايک اينډريو په حواله لېکي چې افغان هوايي ځواک ته د دې بيلک هاک هېليکاپټرو ورکول دهغه پلان برخه ده چې مقصد يې د افغان هوايي ځواک لا نور پیاوړي کول دی.

داينډريو په خبره اوس به افغان هوايي ځواکونه د دښمن خلاف بریدګرعملیات پرمخ وړي، پر ځان به تکیا وي او د نړیوالو ځواکونو مرستې ته به اړ نه وي.

د اژانس په خبره ددې پلان له مخې په لومړي ګام کې به ۴۵ روسي هیلیکاپټرې په بلیک هاک بدلوي ځکه چې د روسي هیلیکاپټرو مرمت د امریکایانو لپاره ممکن نه دی.

اژانس لیکي امریکا په پام کې لري چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې افغانستان ته ۱۵۹ بیلک هاک چورلکې وسپاري چې له دغې جملې نه ۵۸ پکې هغه دي چې ورکې اضافي توغندي او مشین ګڼې لګېدلې دي.

د فرانسې خبري اژانس په خبره تر ۲۰۲۴ م کاله پورې به افغان هوايي ځواکونه د بشپړ صلاحیت لرونکي ځواکونه او پر جنګي وسایلو سنبال وي.

XS
SM
MD
LG