د لاسرسي ځای

په خېبرپښتونخوا کې د لوست کچې زياتولو او له ښوونځيو بهر پاتې ماشومانو ته د زده کړې اسانتيا ورکولو لپاره اوس له غرمې وروسته هم په ښوونځيو کې درسونه ښودل کېږي.

د خېبرپښتونخوا د تعليم څانګې دا پروژه د يو غېر سرکاري تنظيم ((انسټيټيوټ اف سوشل اېنډ پاليسي ساينسز)) په مرسته پېل کړې ده.

د تعليم د صوبايي څانګې په وينا په دې پروژه کې به د پښتونخوا په لرو پرتو سيمو کې هغو ماشومانو ته زده کړې ورکول کېږي چې له کوره د ښوونځي د ليرې والې له کبله يې تر پنځم ټولګي وروسته خپلې زده کړې جاري نه شې ساتلای.

په دې اړه په تعليمي څانګه کې د ښونځيو د برخې د رسنيو سلاکار نجيع الله خټک مشال راډيو ته وويل چې په لومړۍ مرحله کې دا پروژه په ازمايښتي ډول د صوابۍ او کوهاټ ضلعو په ۳۰ ښوونځيو کې پېل شوې ده او وروسته به د صوبې نورو ضلعو هم غځول کېږي.

د نوموړي په وينا په دې لړ کې تر دې دمه شاوخوا ۱۰۰۰ ماشومان په ماسپښيني ښوونځيو کې داخل کړل شوی دي.

د خټک په خبره له ښوونځيو څخه د ليري والې له کبله ګڼو ماشومانو زده کړې پرېښودلې چې اکثريت يې جينکۍ وې.

((په هغو سيمو کې چېرې چې له پنځم ټولګي وروسته ښوونځي نشته، هلته به ابتدايي ښوونځي کې هر ماسپښين ماشومانو ته د شپږم ټولګي درس ويل کېږي. همدا ډول په کومو سيمو کې چې له اتم ټولګي وروسته ښوونځي نشته نو هلته به په منځني ښوونځي کې د نهم ټولګي درسونه ويل کېږي.))

نجيع الله خټک زياتوي چې د دې پروژې له مخې به ښوونځي ته د تګ لپاره هلکانو ته وړيا بايسکلونه او جينکو ته د تګ راتګ لپاره د کرايې پيسې ورکول کېږې.

د تعليم صوبايي څانګې په وينا د ماسپښينۍ زده کړو لپاره په ابتدايي توګه ۱۰۳ ښوونکي ټاکل شوي او دوی ته به پر خپلې ورځنۍ تنخوا سربېره له ۱۲ څخه تر ۱۳ زره پورې اضافي روپۍ ورکول کېږي.

په خېبر پښتونخوا کې د تعليم په اړه کارکوونکې غېرسرکاري ادارې ((پوهه فاونډېشن)) يو چارواکی شفيق ګګياڼی وايي چې په دې پروژسره به په صوبه کې له ښوونځيو بهر ماشومانو کچه کمه شي.

((په تېره موده کې په خېبر پښتونخوا کې د روښانه سباون په نوم يو پروګرام پېل شوی و او د هغو سيمو کسانو ته به په شخصي ښوونځيو کې زده کړې ورکول کېدې چې های سکول به نه و. پر دې سربېره د مکتب سکولونو پروژه وه چې په جوماتونو کې به خلکو ته د سکول زده کړې ورکول کېدې.))

د تعليم په اړه کارکوونکې غېر سرکاري ادارې ((الف اعلان)) تر مخه په خېبر پښتونخوا کې ۲۵ فېصده هلکان او ۴۶ فيصده جينکۍ له پنځم ټولګي وروسته زده کړې پرېږدي.

بلخوا د پښتونخوا د تعليم څانګې يوه سروې ښيي چې په صوبه کې له پنځو کالو نه تر ۱۶ کاله عمر لرونکي څه باندې ۱۵ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي چې پکې تر ۱۰ لکه زياتې جينکۍ شاملې دي.

XS
SM
MD
LG