د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابۍ کې وسله والو یو خبریال وژلی دی


د صوابۍ د پولیسو دوو چارواکو نن سهار مشال راډیو ته وویل، هارون خان تېر ماخستن د وسله والو په برید کې ووژل شو. د صوابۍ یوه پولیس افسر منصف خان وویل، د هارون خان ورور منظور پر خپل یوه ناسکه ورور او پر دوو ورېرونو د هغه د مرګ دعوه کړې.

ده زیاته کړه چې د وروڼو د ځمکې لانجه وه. هلته د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر صلاح الدین مسید د هارون خان د وژنې د پلټنو امر کړی. د خبریالانو اتحادیې نن په پېښور کې د هغه د وژنې پر ضد د احتجاج اعلان کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG