د ((نيمې نړۍ غږ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
په روانه خپرونه کې درته د ((تکړه قبايلي خويندو)) جرګې يا شبکې حال درکوو چې د فاټا د مېرمنو پر ژوند يې څه اغېز کړی او د دوی په ژوند کې يې څه ډول بدلون راوستلی دی. په دې خپرونه کې له هغو مېرمنو سره خبرې شوي چې قبایلي مېرمنو ته د حقونو د پوهاوي او د دوی د ځواکمنولو لپاره يې فعاليت کړی او يا يې د دې جرګې په چارو کې برخه اخيستې ده.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.