د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې مو ۶۴۰ تعلیمي ادارې پرانیستې دي. ډاکټر عبدالتواب خان


د بلوچستان ایجوکیشن فاؤنډیشن مشر ډاکټر عبدالتواب خان ویلي دي چې په دغه صوبه کې دبنیادي (پرایمري) تعلیم د ودې لپاره شپږ سوه څلوېښت ادارې پرانیستې دي چې دا مهال پکې دېرش زره نجونه او هلکان زده کړې کوي.

؛د مشال مرکه ؛ کې د خبرو په وخت نوموړي زیاته کړې چې دا تعلیمي ادارې يې د ټولنې په مرسته په هغو سیمو کې پرانیستې دي چې سرکاري او شخصي سکولونه نه لري.

بلوچستان ایجوکیشن فاؤنډیشن د نړیوال بینک په مالي مرسته د پرایمري تعیلم د ودې لپاره د صوبې په دوه دېرش ضلعو کې خپلې هلې ځلې پر مخ وړي.

ډاکټر عبدالتواب خان وویل تر ټولو ډېره د خوشالۍ خبره دا ده چې اوس د بلوچستان ولس زده کړو ته رامات شوی دی او د فاؤنډیشن د سکولونو په زده کوونکیو کې ۴۳ فیصده نجونه دي.

د کمیونیټي سکولونو لپاره ځمکه خلک ورکوي او د سکول د تعمیر ، استادانو د معاش او زده کوونکیو د کتابونو بندوبست د فاؤنډیشن له خوا کېږي. نوموړی وايي د نړیوال بینک په مالي مرسته يې په صوبه کې د دوه سوه پینځه ویشت سکولونو تعمیرونه جوړ کړي دي او په دې کې زده کوونکیو ته ټولې بنیادي اسانتیاوي ورکړل شوي دي.

ډاکټر عبدالتواب خان په امریکا او اروپا کې لوړې زده کړې کړي دي او غواړي چې اوس خپله تجربه او پوهه په بلوچستان کې د بنیادي تعلیم د ودې لپاره په کار راولي.

نوموړی د کمیونیټي ایجوکیشن په اړه وویل چې په اروپايي هېوادونو کې ټولنه او حکومت په شریکه تعلیمي ادارې پرانیزي او دا ګټه ځکه لري چې ټولنه يې پخپله څار کوي او د معیار خیال يې ساتي. هغه وايي غواړي چې د دغه سکولونو له لارې د بلوچستان ولس د خپلو نسلونو د روښانه سباون لپاره کار ته اماده کړي.

ډاکټر عبدالتواب خان پر ولس غږ وکړ، که په خپلو کلیو کې کمیونیټي سکولونه جوړول غواړي نو په هره ضلعه کې موجود د فاؤنډیشن له چارواکیو سره دې اړیکه یا تماس ونیسي.

XS
SM
MD
LG