د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیفا د پاکستان فوټبال فیدراسیون غړیتوب وځنډاوه


فیفا چې دفتر یې د سویس په زیورښ ښار کې دی نن چارشنبه یې ویلي چې د پاکستان فوټبال فدراسیون دفترونه او بانکي حسابونه یې د عدالت لخوا د ټاکل شوي مدیر په واک کې دي چې دا د نړیوالفوټبالد ادارې د قوانینو او خپلواکۍ پرضد ګام دی.

د فوټ بال د نړیوال فدراسیون د دغې پرېکړې په تعقیب د پاکستان د فوټبال ملي لوبډله او د دوی د کلبونو ټیمونه په فوري ډول له نړیوالو لوبودرول شوي دي. دا پابندي به هله ختمېږي چې د پاکستان فوټبال فدراسیون د خپل دفتر او بانکي حسابونو واک بیا تر لاسه کړي.

د فوټ بال په لوبډله په سیالیو کې د برخې نه اخېستو مانا دا ده چې اوس به د پاکستان فوټبال فیدراسیون غړي د فیفا او اسیا د فوټبال فیدارسیون له خوا د لوبغاړیو د تربیت لپاره له ورکولکېدونکيو مرستو هم بې برخې پاته شي.

د پاکستان فوټبال لوبډله له دوه زره پنځلسم راهیسې په سیالیو کې برخه نه ده اخېستې چې په نتیجه کې يې په نړیواله کچه د لوبډلې رېنکینګ ۲۰۰ ته رالوېدلې دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د پاکستان د فوټ بال ټیم د جنوبي اسیا په جام کې چې د بنګله دیش په کوربتوب د ۲۰۱۸ م کال په سپټمبر کې ترسره کېږي برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG