د ((نيمې نړۍ غږ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
په فاټا او خېبر پښتونخوا کې يو شمېر تنظيمونه د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره خپلې چارې پرمخ وړي. دوی هڅه کوي تر څو په ښځو کې پوهاوی راولي او دوی پر خپلو پښو ودروي. په روانه خپرونه کې درته ((د خويندو کور)) حال درکوو چې د مېرمنو پر ژوند يې څه اغېز کړی او د دوی په ژوند کې يې څه بدلون راوستلی دی. په خپرونه کې له هغو مېرمنو سره خبرې شوي چې له خويندو کور سره يې کار کړی يا دا تنظيم ورته د ژوند بدلولو يو ډول موقع برابره کړې ده.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.