د ((نيمې نړۍ غږ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
په فاټا او خېبر پښتونخوا کې يو شمېر تنظيمونه د ښځو لخوا جوړ شوي چې د دوی د ځواکمنولو او پوهاوي لپاره کار کوي. دا تنظيمونه د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره خپلې چارې پرمخ وړي. د دې لړۍ دغه پروګرام ((د خويندو کور)) ته ځانګړی شوی دی. په دې خپزونه کې د خويندو کور له مشرې مريم بي بي او د پروګرامونو د څانګې له مسولې مېرمن ګلالۍ سره خبرې شوي دي.
دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.