د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرګه د جرم فيصله کولای شي که نه ؟


د باړې پوليټکل انتظامیې چارواکي وايي د کمرخېلو د هغو مشرانو سرکاري مراعات يې بند کړي دي چې څو ورځې وړاندې يې د یوې جرګې له لارې د درو کسانو د کورونو سوځولو فیصله کړې وه.

د باړې اسسټنټ پوليټيکل اېجنټ ارشد اپرېدي د نهې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې په غلا تورن درې واړه کسان د انتظاميې په ولکه کې دي او د قانون تر مخه به سزا ورکوي.

ارشد خان زياته کړه چې قانون هيچا ته اجازت نه ورکوي چې په خپل سر د جرمونو د کیسونو فیصلې وکړي او په هم دې سبب يې د سزا په توګه د جرګې د مشرانو مراعات ځنډولي دي.

خو بلخوا د فېصله کونکې جرګې مشر ملک سېد مرجان مشال راډيو ته وويل چې تورنو کسانو د جرګې په وړاندې خپل جرم منلی وو چې وروستو د جرګې مشرانو یې د کورونو يوې لږې برخې د سوځولو حکم ورکړی وو.

که څه هم ځايي مشران وايي چې جرګه د رواياتو په رڼا کې فېصلې کوي خو د قانوني چارو پوه او د فاټا د وکيلانو د اتحاديې پخوانی مشر اعجاز مومند وايي په ۲۰۱۱م کې په ايف سي آر قانون کې د راوړل شوو بدلونونو ترمخه جرګه حق نه لري چې په خپل سر د جرمونو فیصلې وکړي او خلکو ته سزاګانې ورکړي.

ياده دې وي چې په ايف سی آر کې د بدلونونو باوجود په يوشمېر قبايلي سيمو کې اوس هم ځايي جرګې فېصلې کوي او سزاګانې ورکوي.

د روان کال په جولايي کې د خېبر په اشرف خېلو کې ځايي مشرانو او د یوې کورنۍ غړیو يوه دولس کلنه نجلۍ له خپله کوره د تښتېدلو په تور په ډزو ويشتلي وه چې وروستو ځايي انتظاميې د وژل شوی جينۍ درې خپلوان د هغې د قتل په تور ونيول.

XS
SM
MD
LG