د لاسرسي ځای

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، وسله وال طالبان سږ کال په افغانستان کې د لویو ولایتونو د نسکورولو لپاره په خپلو ټولو پلانونو کې ناکامه شوي دي خو هغه وویل، اوس له افغانستانه د وتلو لپاره مناسب وخت نه دی.

هغه پرون دوشنبه د رومانیا په پلازمېنه بوخارست کې د ناټو د غړو هېوادونو په پارلماني غونډه کې وویل چې افغانستان نور د ترهګرو لپاره د امن "ځاله" نه دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، اوس له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو ایستل او یو وار بیا د هغه هېواد یوازې کول "غیرمناسب" کار دی.

هغه څرګنده کړه چې د افغانستان وضعیت بدل شوی او د افغانستان امنیتي ځواکونه چې د ناټو قواوې یې ملاتړ کوي، توانېدلي چې وسله والو طالبانو ته ماتې ورکړي.

"ستونزې شته خو باید هېر نه کړو چې د وسله والو طالبانو ستراتيژیک هدف د ولایتونو د مرکزونو نیول و خو معلومه شوه چې هغوی د دې کار توان نه لري، افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو هره حمله شنډه کړي."

سټولټنبرګ: د طالبانو ټول پلانونه شنډ شوي.
سټولټنبرګ: د طالبانو ټول پلانونه شنډ شوي.

په افغانستان کې اوسمال د نړۍ د لږترلږه ۳۹هېوادونو پوځيان د ناټو تر قومانده لاندې، د افغان امنیتي ځواکونو په تعلیم، پوځي روزنه او هغوی ته د مشورې ورکولو پر پروګرامونو بوخت دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د تړون د غړو هېوادونو استازو ته وویل چې له افغانستانه وتل د افغانانو او د هغوی د نړیوالو متحدانو په ګټه کار نه دی.

د هغه په وینا، له افغانستانه وتل تر پاته کېدو زیاته پانګه غواړي.

ینس سټولټنبرګ زیات کړه:

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

"دا زموږ د هڅو پایله وه چې افغانستان نور د نړیوالو تروریستانو د امن ځای نه دی، سمه ده چې افغانستان سوله او ثبات نه لري، خو د تروریستانو د ا من کور هم نه دی."

د ناټو عمومي منشي خبریالانو ته یو وار بیا څرګنده کړه چې د افغانستان له حکومته به ملاتړ جاري وساتي او هلته د نړیوالو ځواکونو رول به نه بدلېږي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژې تر د اعلان وروسته، داسې ګڼل شوې وه چې د ناټو د غړو په پارلماني غونډه کې به د ناټو د غړو پر غوښتنو خبرې وشي، خو پرونۍ غونډه د سټولټنبرګ په وینا پای ته ورسېده.

د ناټو عمومي منشي په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د امنیت د خرابوالي له امله، د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د ښې روزنې یو هدف د ملکي تلفاتو مخنیوی دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان په وینا، د روان ميلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې لږ تر لږه ۱۶۶۲ ولسي افغانان وژل شوي او ۳۵۸۱تنه زخمیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په وروستیو اتو کلونو کې په افغانستان کې په وسله والو نښتو او حملو کې ۲۶۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹زره افغانان زخمیان شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG