د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه اوونۍ کې د هند او افغانستان د ۲۵۰ ميلیونو ډالرو سوداګري


د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، هندوستان ته د تېرې اوونۍ د سفر عملي پړاونه پیل او په دې لړ کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه والو تر منځ ښې اړیکې جوړې شوې دي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو له شورا مخکې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې د تېرې اوونۍ راهیسې د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د شااوخوا ۲۵۰ ميلیونو ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"په هغو ورځو کې چې افغاني سوداګر په هند کې پاتې شول، د هندي سوداګرو او پانګه والو سره د تعامل له مخې، د ۲۵۰ ميلیونو ډالرو په شااوخوا کې سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده."

ښاغلی عبدالله وايي چې افغان او هندي سوداګر د دا ډول اړیکو پراختیا ته لیوال دي او افغان حکومت په دې برخه کې د هر ډول امکاناتو د رامنځه کېدو هڅه کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره اوونۍ د کابل او ډهلي تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په خاطر، له شااوخوا دوه سوه سوداګرو او د کابینې له ځينو وزیرانو سره هندوستان ته تللی و.

اجرائیه رئیس د دغه هدف د تعقیب لپاره تېره ورځ په کابل کې د مېشت هندي سفیر سره هم وکتل او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ را منځته شوې لیوالتیا وستایل شوه.

یو شمېر افغان ملي سوداګر هم په اقتصادي برخه کې له هندوستان سره رامنځته شوې فضا ستايي، خو وايي چې افغان چارواکي باید وخت په وخت دا موضوع تعقیب کړي.

په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې د رهبري هیئت غړي اعتبار خان ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل چې هندي سوداګر هڅېدلي چې افغاني تولیدات واخلي، کوم چې هغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړوي.

​ښاغلي ځدراڼ وویل:

"دواړه هېوادونه دې ته لیوال دي چې اقتصادي اړیکې نورې هم غښتلې شي، زموږ حکومت باید په دې برخه کې نوره پاملرنه هم وکړي، تر څنګ یې د هغه نندارتون له مخې چې هلته جوړ شوی و، هندي سوداګر زموږ د مالونو رانیولو ته هڅېدلي او دوی لیوال دي چې زموږ توکي هلته واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې دری میاشتې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ له خنډونو پرته د ښې سوداګرۍ په خاطر هوايي دهلېز رامنځته شو.

له دې سره هندوستان لیوال دی، تر څو د چابهار بندر له جوړېدو سره افغانستان ته د خپلو صادراتو مناسبه لار پرانېزي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG