د لاسرسي ځای

تازه خبر

چټان: حکومت د فاټا اصلاحات ته جدي نه دی


د پپلز ګوند د قبایلي سیمو مخکښ اخوندزاده چټان
د پپلز ګوند د قبایلي سیمو مخکښ اخوندزاده چټان

په اسلام اباد کې د سېشنبې په ورځ د یوې غیر سرکاري ادارې لخوا رابلل شوې غونډه کې ویل شوي چې په قامي بهیر کې له شاملولو سره د قبایلي ولس مسلې هواریدای شي.

د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه دا غونډه د څیړنې او پرمختیا لپاره کارکونکې غیر سرکاري ادارې نوید خان فاونډیشن رابللې وه چې پکې د قبایلي سیمو د قامي اسمبلۍ استازو، د بشری حقونو مبارزه کونکو او زده کونکو ګډون کړی و.

مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان قامي اسمبلۍ پخواني غړي اخونزاده چټان وویل چې ټول سیاسي ګوندونه د قبایلي سیمو په اصلاحاتو متفق دي نو بیا ولې معامله اسمبلۍ ته نه وړاندې کیږي.

ده وویل چې د پاکستاني ولسمشر په یوه امر دا اصلاحات راتلای شي.

هغه وویل ، د قانون سازۍ لپاره طریقه کار دا دې چې ولسمشر به یوه جرګه راغواړي نو د هغې جرګۍ په وینا سره به اصلاحات یا بدلون راځي،،

له اورکزۍ ایجسنۍ څخه د قامي اسمبلۍ استازي غازي ګلاب جمال وویل ،حکومت د فاټا اصلاحاتو په اړه سنجیده ښکاري.

هغه وویل ،، داسي خبرې مخې ته راځي چې حکومت سنجیده نه دې خو زما په خیال حکومت سنجیده دی او ښکاري چې حکومت به څه نه څه بدلون راولي،،

د ښځو د حقونو مبارزه او د مهمند ایجنسۍ نه د عوامي نیشنل ګوند غړې سکینه رحمان وایي چې د قبایلي خویندو لخوا حکومت ته دا اپیل کوي چې د اسلام اباد های کورټ اختیار دی قبایلي سیمو پورې ونه غځول شي.

نوموړې وویل ،، های کورټ ته به یوازې سړي نه ځي بلکې ښځې به هم ځي. که د میران شاه یا وانا نه یو تن راځي نو د هاغه به پیښور پورې لس ګهنټې لګي نو دی به اسلام اباد های کورټ ته څنګه رارسیږي؟ که دوي دلته راشي نو بیا به ځانله د وکیلانو لپاره ه څه کوي؟

سکینه رحمانوویل ، که موږ ته راکوي نو د پیښور هایې کورټ دې راکړي،،

د نوید خان فاونډیشن مشر نوید انجم وایي چې د داسي غونډو کولو مقصد د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه پر حکومت فشار اچول دي.

XS
SM
MD
LG