د خېبر پښتونخوا د ماشومانو د ژغورنې د کمېشن مرستيال مشر وايي چې په صوبه کې د خواري کښو ماشومانو د کره شمېرې د معلومولو لپاره نظر پوښتنه ( سروې ) پیلوي.
د کمېشن مرستيال مشر اعجاز احمد خان د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د خواري کښو ماشومانو کره شمېره معلومه نه ده او همدغه وجه ده چې په دي لړ کې منصوبه بندي ممکنه نه ده.
د دوی په خبره، په پاکستان کې اخري ځل د خواري کښو ماشومانو سروې په ۱۹۸۶م کال کې شوې وه. اعجاز احمد خان زیاتوي، د خواري کښو ماشومانو د ژوند د بهبود لپاره کړنلاره تر هغې نشي جوړېدای څو د دوی د شمېرې په اړه تازه سر شمېرنه نه وي شوې.