د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: د اسيایي هېوادونو امن له افغانستان سره تړلی دی


ولسشمر اشرف غني دا څرګندونې د شنبې په ورځ په کندهار کې د «بلک هاک» الوتکو تر تسلیمۍ وړاندې د دې ولایت د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې یو شمېر زده کوونکو ته په وینا کې وکړې .

ولسمشر وویل، د افغانستان د امن لپاره اړينه ده چې د سيمې هېوادونه په خاص ډول، د افغانستان ګاونډيان په صادقانه توګه کار وکړي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه د سيمې د ثبات لپاره ګټه واخلي.

ولسمشر غني له نړيوالو سره وروستیو هوکړو ته په اشارې وویل چي د نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت د همکارۍ تړونونه د جنګ لپاره نه، بلکې د سولې او امن په خاطر دي او دوی د افغانستان د سولې لپاره د رامنځته شویو فرصتونو څخه د ښې استفادې لپاره، د ګاونډيو هېوادونو په خاص ډول، له پاکستان څخه د زياتې همکارۍ تمه لري.

ولسمشر اشرف غني وویل ، "زموږ نړیوال تړونونه د جنګ لپاره نه دي، د سولې لپاره دي، د همغږۍ لپاره دي او د دې لپاره چې یو ځای واوسو، نن مو ټوله نړۍ په دې قانع کړې چي موږ سره څنګ په څنګ ودرېږو."

ولسمشر طالبانو ته هم په خطاب کې وویل چې د جنګ له لارې بريا ته نشي رسېدای او که غواړي چې د افغانستان ستونزې هوارې شي، نو د مذاکراتو ميز ته دې کښېني او له تاوتريخوالي دې لاس واخلي.

ولسمشر غني له دغو مراسمو وروسته د کندهار په هوايي ډګر کې په یوه بله جوړه شوې پوځي غونډه کې برخه واخېسته چې د امریکا د پوځ له خوا افغان هوايي ځواکونو ته د بلک هاک الوتکو د لومړۍ جوپې د سپارلو په مناسبت جوړه شوې وه او ۲ بلک هاک څرخي الوتکې يې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د الوتکو د سپارلو په دغو مراسمو کې د امریکا په مشرۍ د قاطع ماموریت د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن او يو شمېر نورو بهرنيو چارواکو هم ګډون کړی و.

افغان حکومت ویلي چې د بلک هاک الوتکو په تر لاسه کولو سره به د روان جنګ لوری بدل کړي.

XS
SM
MD
LG