د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي ، فاټا سیکرټرېټ د درغلیو اډه ده


عمران خان
عمران خان

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي ، په پېښور کې د قبایلي چارو مرکزي دفتر – فاټا سیکرټرېټ – په اوسني نظام کې د درغلیو یو اډه ده.

نوموړي ویلي چې په فاټا سیکرټرېټ کې د قبایلي ولس پېسه پر هغوي نه لګول کېږي بلکې وفاقي حکومت دا پېسې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ ناوخته په پېښور کې د قبایلي سیمو په اړه په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

عمران خان ویلي چې وفاقي حکومت دې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو چارې له ۲۰۱۸م کاله پیل کړي.

عمران خان غوښتنه کړې چې حکومت دې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو چارې د د ۲۰۲۳م کال پر ځایله ۲۰۱۸م کاله پیل کړي.

عمران خان وویل ، که قبایلي سیمې په چټکۍ سره په خیبر پښتونخوا کې شاملې نه شوې نو ښايي بیا د ترهګرۍ له څپو سره مخامخ شي.

هغه وویل ، “په دې سیمو کې چې څه وشول نو تر دغه ولس د ریاست په چوکاټ کې خپل هيڅ اواز نه درلود ، هغوي بې کوره شول او په هېواد کې دننه کډوال شول او د پوښتنې یې څوک نه وو”.

عمران خان زیاته کړه چې خیبر پښتونخوا په انتظامي او مالي توګه دې خبري ته تیاره ده چې قبایلي سیمي په دې صوبه کې شاملې کړل شي.

عمران خان ویلي چې تحریک انصاف ګوند به یې د قبایلي سیمو لپاره په اعلان شوو احتجاجونو کې هم برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG