د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د اټومي توافق پر روحیې نه دی ولاړ: ټرمپ


ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته په وینا کې ویلي ول، دا توافق ((یو له بدترینو او یو اړخیزه موافقو دی چې امریکا)) لاسلیک کړې دي.
ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته په وینا کې ویلي ول، دا توافق ((یو له بدترینو او یو اړخیزه موافقو دی چې امریکا)) لاسلیک کړې دي.

پراګ - امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، ایران د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د اټومي توافق پر ((روحیې)) نه دی ولاړ.

دا خبره نوموړي د اکتوبر د پینځمې پر شپې تر هغې وروسته کړې چې رسنیو وویل، هغه د ۲۰۱۵ز کال د مهم توافق تصدیقنامه ښايي ختمه کړي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له پوځي مشرانو سره د لیدو پر وخت وویل، دوی ((باید ایران د اټومي وسلو تر لاسه کولو ته پرېنږدي.))

نوموړي دا بیان پر داسې وخت ورکړی چې ورسره ۱۰ ورځې وخت پاتې دی چې د دې تصدیق وکړي چې ایا ایران د توافق پابندي کوي او که نه؟

ټرمپ وویل، ((ایرانی رژیم د ترهګرۍ ملاتړ کوي او په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي، وینې بهېدنې او ګډوډۍ عامل دی.))

ده وویل، ((همدا لامل دی چې باید د ایران مسلسل تعرضونه او اټومي ارمانونه پای ته ورسوي.)) ځکه چې ((هغوی د توافق پر روحیې نه دي ولاړ.))

تر نوموړي مخکې، د زیارت پر ورځ یو شمېر رسنیو خبر ورکړ چې هغه د توافق د تصدیق نه کولو اراده لري. که دی دا کار وکړي نو د رېپبلېکنانو له اکثریت لرونکي کانګرس سره به دوه میاشتې وخت وي چې دا پرېکړه وکړي چې ایا پر ایران هغه بندیزونه بیا بحاله کړي او که نه چې د توافق له کبله نرم شوي ول.

ټرمپ په بیا بیا د هغه اټومي توافق غندنه کړې چې پخواني ولسمشر باراک اوباما لاسلیک کړی وو. ده تېره میاشت د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته په وینا کې وویل چې دا توافق ((یو له بدترینو او یو اړخیزه موافقو دی چې امریکا)) لاسلیک کړې دي.

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ لومړی خبر ورکړی وو چې ټرمپ د توافق د نه تصدیقولو نیت لري. وروسته یو شمېر نورو رسنیو د ځېنو امریکايي چارواکو په حواله د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبر تصدیق وکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سېرا سینډرز د اکتوبر د پینځمې پر مازیګر خبریالانو ته وویل، ټرمپ له ایران سره د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د موافقې په اړه ((پرېکړه)) کړې.

دې وویل، ولسمشر ((به خپله پرېکړه اعلان کړي چې داسې جامع ستراتیژي یې جوړه کړې چې د ده حکومت یې ملاتړ کوي.))

له نوموړې چې پوښتنه وشوه چې کله به دا اعلان وشي نو دې وویل، ((ډېر ژر))، خو نور وضاحت یې ونکړ. البته رسنۍ وايي، ټرمپ به د ایران په اړه خپله تګلاره د اکتوبر پر ۱۲مه په وینا کې اعلان کړي.

ایران په ۲۰۱۵ز کال کې له امریکا، روسیې، چین، برتانیې، فرانسې او جرمني سره اټومي توافق وکړ چې ورسره سم، تهران د خپلو اټومي فعالیتونو د محدودولو هوکړه وکړه او په بدل کې یې ورباندې نړیوال بندیزونه نرم شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG