د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته له ايرانه او افغانستانه هېڅ خطر نه شته: اصف غفور


د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي چې پاکستان له تېرو څلورو لسيزو راهسې د ترهه ګرۍ پرضد جګړه کوي او ټولۍ نړۍ ته معلومه ده چې په دي اړه د پاکستان کردار څه دی.

هغه وويل چې د پوځ سرلښکر او افغانستان ولسمشر ترمنځه شوی ملاقات تر يوې نيمې ګنټې په ښه ماحول کې شوی وو او دا وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا جوړه شوې ده.

د نوموړي په وينا چې په پاکستان کې د هېڅ يوي وسله والې ډلې منظم وجود نه شته خو پر مغربي پوله پوځ د افغانستان يا ايران پرضد د جګړې لپاره نه بلکې د طالبانو او داعش ډلو د خطر له کبله موجود دی ځکه چې د دې ډلو خطرې اوس هم موجودې دي.

د پنجشنبې په ماښام د راولپنډۍ په جنرل هېډکوارټر کې خبري غونډې ته د وينا پرمهال مېجر جنرل اصف غفور وويل چې دا وخت د پاکستان دوه لاکه پوځ په مغربي او يو لاک پر مشرقي پوله موجود دی. پاکستان له هېڅ يو چا سره جنګ نه غواړي خو که پر پاکستان جنګ ورتپل کېږي نو پاکستان به يې سخت ځواب ورکوي.

ايا د کابل او اسلام اباد د خبرو اترو تازه بهير به څه نتيجه ورکړي؟

د پوځ لوی درستیز جنرل قمرجاوېد باجوه د افغانستان دورې په اړه د پوځ وياند وويل چې تر دې وړاندې دواړو خواو ته د بدامنۍ پېښې شوې وې او پر يو بل تورونه هم لګول شوي وو. د دواړو هېوادونو ترمنځ يوه فاصله جوړه شوې وه چې د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره ښه نه وه.

"په يو ډېر ښه او مثبت ماحول کې د ولسمشر اشرف غني سره ليده کاته وشو بيا هم دومره وخت د پلاویو په کچ ملاقاتونه وشو. دواړو غاړو ته د بې باورۍ ماحول وو، زموږ له خوا د پوځ مشر په دليل، منطق او د ثبوتونو پر بنسټ خبرې وکړې. په دي هر څه کې تر ټولو غوره خبره دا ده چې تر دې ملاقات وروستو هېڅ منفي بيان مخې ته نه دی راغلی. يو مثبت ماحول جوړ شوی. که د افغانستان چارواکي تر دې دمه پر دې نه وي پوهه چې پاکستان د افغانستان لپاره څه کړي يا څه کولی شي، نو اوس منلو ته تيار دي."

مېجرجنرل اصف غفور وويل چې وسله والې ډلې د پاکستان، ايران او افغانستان درې واړه هېوادونه دښمنان دي. پاکستان ته له ايران او افغانستانه هېڅ خطر نه شته خو پر مغربي پوله پوځ ځکه مهم دی چې هلته غېر-رياستي ډلو له اړخه خطرې موجودې دي.

د افغانستان د سيمې له خوا پاکستان ته راپېښو خطرو په اړه د پوځ وياند زياته کړه چې په افغانستان کې تر ۲۰۱۴م د ګڼو هېوادونو ګډ پوځ موجود وو، اوس هم د افغانستان ورځ تر ورځ پياوړی کېدونکی پوځ موجود دی خو بيا هم د افغانستان یوه پراخه برخه له حکومتي کنتړوله بهر ده چې اغېز یې پر پاکستان پرېوزي.

"موږ اوس په داسې حال کې يو چې د مغربي پولې نه د پوځ يوه برخه چاونيو ته راولو ځکه چې موږ خپل اړخ ته حالات داسې کړي چې رياستي واک پرځای شوی او ورځ تر ورځه نور هم ښه کېږي. خو داسې موږ ځکه نه شو کولی چې کوم ستراتيجيکي خطر دی هغه پر مغربي پوله موجود دی، که هغه له دلته د طالبانو تښتېدلي او پټ شوي مشران وي يا ورځ تر بلې هلته ځای نيوونکې داعش وسله واله ډله. هم دا وجه ده چې موږ پر مغربي پوله پوځ ساتلو ته مجبوره يو"

د پوځ وياند وويل چې جنرل قمرجاوېد باجوه د افغانستان ولسمشر سره د ملاقات پرمهال دا وړانديز هم کړی چې پاکستان څنګه خپل اړخ ته پر پوله باړ لګوي يا پوستې جوړوي هم دا رنګ د دواړو هېوادونو د امنيت په خاطر د افغانستان اړخ ته هم په خپله خرچه دا کولو ته تيار دی.

نوموړي زياته کړه چې روان کال د محرم په مياشت کې د امنيت وضع ډېره ښه وه او په امن سره هر څه تير شو خو په دي مياشت کې په خصوصي توګه په کراچۍ کې لويه خطره موجود وه. د دې هر څه نه پرته د بوهره ورورولۍ سره تعلق لرونکي ۲۱ زره غېرملکي وګړي کراچۍ ته راغلي وو چې پکې له هندوستانه ۱۲ زره کسان هم شامل وو.

مېجرجنرل اصف غفور وويل چې وسله والې ډلې د پاکستان، ايران او افغانستان درې واړه هېوادونه دښمنان دي. پاکستان ته له ايران او افغانستانه هېڅ خطر نه شته خو پر مغربي پوله پوځ ځکه مهم دی چې هلته غېر-رياستي ډلو له اړخه خطرې موجودې دي.

د قبايلي سيمو په اړه د پوځ وياند وويل چې په ميران شاه کې په لومړي ځل ۲۵ زره قبايلي خلکو د کرکټ لوبه وکتله کوم چې د دې ثبوت دی چې هغوي پر امنيتي ادارو باور لري.

د يوې پوښتنې په ځواب کې مېجرجنرل اصف غفور وويل چې د پوځ پشمول هره اداره د ايين او قانون تر سېوري لاندې کار کوي او که څوک دا ګڼي چې د روانو حالاتو تر شا پوځ دی يا مارشل لا لګول غواړي نو پر دې خبره کول بې کاره ده.

XS
SM
MD
LG