د بخښنې نړیوال سازمان - ایمنسټي انټرنیشنل – ویلي چې اروپايي حکومتونو په زرګونو افغانان خپل هیواد ته په زور د لیږلو سره دوي په خطر کې اچولي دي.
یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ په یو رپوټ کې ویلي چې دا کډوال هیواد ته ستانه شي نو هلته د زور زیاتي او مرګ له ګواښونو سره مخ کیږي.
د بشري حقونو د دفاع دې لندن میشتې ادارې تور پورې کړې چې اروپا د لوي شمېر افغانانو په زور خپل هیواد ته په لیږلو له نړیوال قانونه ښکاره سرغړونه کوي.
د بخښنې نړیوال سازمانپه رپوټ کې له ناروې ، هالینډ ، سویډن او جرمني څخه د لیږل شوو افغانانو په اړه زړه دردونکي مالومات ورکړل شوي دي.
د اروپايي ټولنې د شمیرو تر مخه له اروپايي هیوادونو په زور د لیږل شوو افغانانو شمیره په ۲۰۱۶م کې ۹۴۶۰ ته رسیدلې ده.
په ۲۰۱۵ م کې دا شمیره ۳۲۹۰ وه.