د لاسرسي ځای

تازه خبر

" پر ګټونکیو انتخاباتي څوکیو باید ښځې ودرول شي"


د پاکستان قامي اسمبلۍ د تېرې دوشنبې په ورځ د ۲۰۱۷ کال د انتخاباتي قانون منظور کړ چې پکې سياسي ګوندونه تړل شوې چې دوی به د عامو انتخاباتو لپاره پنځه فيصده عامې چوکۍ ښځو ته ورکوي.

په قانون کې دا هم ويل شوي چې په کومه انتخابي حوضه يا حلقه کې د ښځو د رايې د ورکړې شرح تر لس فيصده کمه وي هغه ټاکنې به ناقانونه ګرځوي.

د پاکستان په اسمبليو کې زياتره ښځينه غړې د ځانګړيو چوکۍ له لارې ټاکل شوې دي.

د انتخاباتي کمېشن په وينا د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې دا وخت ۶۰ ښځي په مخصوصه چوکيو ټاکل شوې دي.

زه او زما ګوند ددې قانون په حق کې نه يو. موږ په دې اړه ترميمونه هم وړاندې کړي دي ځکه چې ښځو ته به ښايې هغه عام نشستونه ورکړل شي چې هلته هغه سياسي ګوند يو ووټ هم نه لري. نعيمه کشور

دا شان په پنجاب اسمبلۍ کې ۶۶، په سیند کې ۲۹، په خېبر پښتونخوا کې ۲۲ او په بلوچستان اسمبلۍ کې ۱۱ ښځينه غړي دي.

د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي سازمانونه او ښځينه سياسي فعالينې پرله پسې دا غوښتنه کوله چې مېرمنو ته دې پر عامو چوکيو د ټاکل کېدو موقع ورکړل شي.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړې دينا ناز د نوی قانون ستاينه کوي او وايي چې په ځانګړيو چوکيو ټاکل شوې غړې په اسمبليو کې هغسې موثره غږ نشي پورته کولی لکه څنګه چې يې په عامو چوکيو د ټاکل کېدو په صورت کې پورته کولی شي.

(( اوس چې په عام انتخاباتو کې دوی ته ټکت مېلاو شي او دوی چوکۍ وګټی نو له دې سره به دوی هم د سړيو برابرې شي او په پرمختيايي کارونو کې به دوی ته هم ارزښت ورکول کېږي))

خو په قامي اسمبلۍ کې د جمعيت علماء اسلام (ف) غړې نعیمه کشور بيا وېره لري چې ګواکې سياسي ګوندونه به د قانون له مخې هغه چوکۍ ښځو ته ورکړي چې ګټلی يې نه شي.

(( زه او زما ګوند ددې قانون په حق کې نه يو. موږ په دې اړه ترميمونه هم وړاندې کړي دي ځکه چې ښځو ته به ښايې هغه عام نشستونه ورکړل شي چې هلته سياسي ګوند يو ووټ هم نه لري.))

که حکومت د ښځو په سياست کي شاملول بامعني کول غواړي نو پکار ده چې دغه پنځه فيصده ټکټونه په هغو حلقو کې ورکړي چې هغه ګوند يې ګټلی شي. صایمه منير

نعيمه کشور زیاته کړه چې ان د کراچۍ غوندې ښار کې يوازي ۳۲ فيصده ښځې شناختي کارټونه لري نو څنګه ممکنه ده چې په فاټا، خېبر پښتونخوا او بلوچستان غوندې سيمو کې ښځې په لوی شمېر کې شناختي کارټونه درلودلی شي او هلته د ووټ شرح لس فيصده شي.

د ښځو د حقونو لپاره کار کونکی غير سرکاري تنظيم"عورت فاونډېشن "چارواکې صايمه منير دا قانون ښه ګڼي او وايي چې له دې سره به په ښځو کې سياسي پوه زياته شي.

خو البته وايي چې د قانون په ځينو شقونو کې کمزورتيا شته،

(( که حکومت د ښځو په سياست کي شامېلېدل بامعني کول غواړي نو پکار ده چې دغه پنځه فيصده ټکټونه په هغو حلقو کې ورکړي چې هغه ګوند يې ګټلی شي.))

د پاکستان اليکشن کمېشن وايي، دا وخت په ټول هېواد کې د ښځينه رايې ورکونکيو شمېر څلور کروړه ۲۴ لاکه څخه زيات دی.

د ۲۰۱۳ په ټولټاکنو او د ۲۰۱۵ م کال په بلدياتي انتخاباتو کې ليدل شوي چې په ځينو سيمو کې ښځې له ووټ ورکولو منع کړل شوې وې.

د ۲۰۱۳ په ټولټاکنو کې په بره دير کې يوازې يوې ښځې ووټ اچولی وو.

XS
SM
MD
LG