د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان سرشمېرنې بشپړ راپور به راتلونکې کال خپور شي"


د پاکستان حکومتنوولس کاله وروسته په ټول هېواد کې سرشمېرنه وکړه چې دا عمل سږکال د مارچ پر پنځلسمه پیل شو او د مې پر پنځلسمه پای ته ورسېد.

که څه هم د پاکستان مرکزي کابينې او د شريکو ګټو شورا لومړنۍ راپور منظورکړ خو د څه باندې دوو مياشتو تر تېرېدو وروسته هم د شمارياتو ادارې بشپړ راپور په ډاګه کړی نه دی.

په دې اړه مشال راډيو د سېشنبې په ورځ د پاکستان شمارياتو اداره کې د سرشمېرنې د څانګې مشر حبيب الله خټک سره تماس و نيولی او هغه وويل چې دوی لاهم د راپور په بشپړولو کار کوي.

نوموړي زياته کړه چې دوی د سرشمېرنې لپاره اړين ټول مالومات چې پکې مذهب، عمر او جنس هم راځي، راغونډوي او تمع لري چې د دوه زره اتلسم کال د اپريل يا مې تر مياشتې پورې به يې بشپړ کړي.

دده په وينا، تر بشپړېدو وروسته به راپور حکومت ته لېږي او له هغه وروسته به يې ولس ته په ډاګه کړي.

د سرشمېرنې لپاره اړين ټول مالومات چې پکې مذهب، عمر او جنس هم راځي، راغونډوو او تمع ده چې د دوه زره اتلسم کال د اپريل يا مې مياشتې پورې به يې بشپړ کړو. حبيب الله خټک

سرشمېرنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان اوسنی حکومت په راتلونکې کال کې خپله اييني موده پوره کوي او له اساسي قانون سره سم به نوې ټاکنې کېږي خو پوښتنه دا ده چې ايا د راتلونکیو انتخابات لپاره به حلقه بنديانې د تازه سرشمېرنې د لومړني راپور پر اساس کېږي او که نه د راپور بشپړېدو ته به انتظار کوي؟

ددې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د انتخاباتو کميشن د مطبوعاتي څانګې مشر هارون شنواري د سېشنبې په ورځ مشال راډيوته وويل چې داساسي قانون له مخې تر څو د سرشمېرنې بشپړ راپور خپور نه شي تر هغو لومړنۍ راپور د ټاکنيځو چارو لپاره نه شي استعمالېدلی.

د لومړني راپور له مخې د پاکستان ابادي ۲۱ کرړه او ۷۷ لاکه ته رسېدلې ده.

د پاکستان د شمارياتو ادارې له چارواکيو سره مو وليدل او د هغوي د خبرو وروسته په لومړني راپور کې د فاټا د ابادۍ په اړه له ورکړل شوې شمېره څخه مطمينه يو. ساجد حسین توري

خو د دې شمېرو له اعلان سره سم په پاکستان کې د قبايلي سيمو د پارليماني استازيو په ګډون د سیند، بلوچستان او خېبر پښتونخوا زياترو سياسي ګوندونو ورباندې اعتراض وکړ او ویې وويل چې د دوی ابادي کمه ښودل شوې ده.

کله چې لومړنۍ راپور خپور شو نو هغه وخت د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي ساجد حسين توري له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال وويل چې دوی سرشمېرنه ردوي ځکه چې پکې د قبايلي سيمو ابادي کمه ښودل شوې ده.

خو نوموړي د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې دوی په دې اړه د پاکستان د شمارياتو ادارې له چارواکيو سره غونډه وکړه او د ده په وينا د هغوی د خبرو وروسته په لومړني راپور کې د فاټا ابادۍ په اړه له ورکړل شویو شمېرو څخه مطمينه دي.

په سرشمېرنه کې د فاټا ابادي ۵۰ لاکه ښودل شوې وه خو د فاټا استازيو ويلي ول چې د دوی ابادي تر دې ډېره زياته ده.

خو حبيب الله خان وايي، تر اوسه يوازي متحده قامي موومنټ د سرشمېرنې پر راپور رسمي اعتراض کړی او په عدالت کې يې چېلنج کړی دی.

XS
SM
MD
LG