د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کردستان د بېلتون پر ټولپوښتنې اندېښنې ښودلې دي


پاکستان د عراق په کردستان کې د ازادۍ پر ټول پوښتنې (ریفرینډم)اندیښنې ښودلې دي. د بهرنيوو چارو وزارت نن د اکتوبر په دوهم تاريخ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې چې پاکستان د عراق يووالي، خودمختارۍ او د علاقایي سالمیت پوره ملاتړ کوي.

د خبر پاڼې ترمخه که یو خوا دا ټول پوښتنه د عراق له آيين څخه سرغړونه ده ده نو بلخوا دا د عراق او د نورې سیمې سولې او ثبات لپاره هم یو چیلنج دی.

بهرنيوو چارو وزارت همداراز زياته کړې چې پاکستان د عراق، ګاونډي هیوادونو او ځينو نورو هېوادونو په شان د دې ټولپوښتنې مخالفت کوي.

د ستمبر په پنځه ویشتم تاریخ کردانو له عراق څخه بېلېدو لپاره ټولپوښتنه وکړه چې ډېرو خلکو د بېلتون په حق کې رايې ورکړي. پر دې ټولپوښتنه د عراق ګاونډيانو ايران، ترکيي او شام سخت غبرګون او خفګان ښودلی دی. په دې دريواړو هېوادونو کې هم کردان اوسيږي.

ریکس ټيلرسن د عراق د ګاوڼديانو تر څنګ پر ټولو خواوو غږ کړی دی چې د طاقت له کارولو او يو اړخيزه عمل کولو څخه ډډه وکړي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزير ريکس ټيلرسن په یو بیان کې ویلي وو چې امریکا د عراق په خودمختاره سیمه کردستان کې د تر سره شوې ټولپوښتنې پایلې د قانوني کمښتونو له وجي نه مني. هغه د يومتحده، وفاقي ، جمهوري او خوشاله عراق لپاره يې د امریکا د ملاتړ خبره کړې.

بلخوا د عراق پارليمان کردستان ته د ځواکونو لېږلو منظوري ورکړې ده. د عراقي پوځيانو مشر، عثمان الغانمي د ستمبر په ۲۷ تهران ته ولاړ او د عراقي وزیر اعظم حیدر العبادي پیغام یې د ایران ولسمشر حسن روحاني سره شريک کړ.

د عراق پارلمان له وزیر اعظم حیدر العبادي څخه غوښتي چې د کردستان، کرکوک سیمې ته پوځیان واستوي او هلته د تېلو زېرمې ولکه کړي. د پارليمان په پرېکړه کې دا هم ويل شوي چې د کردستان سرحدونه دې نورو هېوادونو سره وتړل شي.

د پارلمان تر اعلان وروسته اردن اعلان وکړ چې د کردستان اربیل او سلیمانیه ښارونو ته د اردن شاهي هوایي چلند الوتکې خپلې الوتنې وځنډوي. دغه هوایي شرکت د اونۍ ۱۰ پروازه اربیل او درې هم سلیمانیه ته لري.

XS
SM
MD
LG