د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې څلور لوی پلونه جوړیږي


په خوست کې څلور لوی پلونه جوړیږي
په خوست کې څلور لوی پلونه جوړیږي

د خوست چارواکي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د خاني خوړ، غلنګ، چنارګي او هارونخېلو د پلونو پر جوړولو کار پیل شي او تر راتلونکو دوو کلونو به په یاد ولایت کې د پلونو د کمښت ستونزه ختمه شي.

چارواکو یادې څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ د مرکز اړوند د مردي خېلو د پل د جوړولو د کار د شروع په ځای کې مشال راډیو ته وکړې.چارواکو زیاته کړه، خوست غرنۍ سیمه ده او موسمي بارانونه لري، چې د خوړونو او سیلابونو د راوتلو پر مهال يې اوسیدونکي له ستونزو سره مخامخ کیږي.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په دې موقع وویل:

((په خوست کې په رښتیا هم د پلونو اړتیا ځکه ډېره ده چې د دې سیمې زمکې غرنۍ دي او له بله پلوه دلته موسمې بارانونه ډېر دي، نو د سیلابونو د راوتلو له کبله ډېر وخت مو هېوادوال د ستونزو سره مخ کېږي، ولې په نږدېراتلونکې کې به څلور پلونه ګټې اخېستنې ته وړاندې شي.))

د مردي خېلو پل چې اوس يې د جوړولو کارونه پیل شول(۵۱) متره اوږدوالۍ او اته متره عرض لري، چې د افغانستان د حکومت له بودیجې څخه د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړیږي.

د خوست والي او قومي مشران د پل د جوړېدو چارې ګوري
د خوست والي او قومي مشران د پل د جوړېدو چارې ګوري

د مردي خېلو پل چې خوست ښار د تڼیو ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو سره نښلوي، په بارانونو کې به د هغو سیمو خلک ښار ته په راتګ کې له ستونزو سره مخامخ ول.

د تڼیو یو تن قومي مشر حکیم ولي د پل د ارزښت په تړاو وايي:

((دا سیلاب چې راغی حتی دوې ورځې به لاره بنده وه، خلک به نشوای پرې تللای، د تڼیو لپاره، د مردي خېلو لپاره، ټولو لپاره دا پل دېر ګټور دی.))

د مردي خېلو د پل د کار د شروع په ځای کې یو شمېر قومي مشرانو او ځايي اوسیدونکو له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د خوست ښار او تڼیو ولسوالۍ تر منځ د غځیدلي سړک اساسي ترمیم ته دې هم پاملرنه وکړي، تر څو یاد سړک چې ځینې برخې يې اوبو وړي، ډېر زیانمن نشي.

د چارواکو په وینا خوست په خپلو مربوطاتو کې ۳۶۰ کیلومتره سړکونه لري، چې نږدې ټول يې اساسي ترمیم ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG