د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې ډېنګي تبې دوه نور کسان وژلي

د خېبر پښتونخوا د صحت اداره وايي، په ډېنګي وايروس اخته دوې ښځي مړې شوې دي.

په صحت اداره کې د ډېنګې تبې ضد څانګې د شنبې په ورځ له رسنيو سره په شريک کړي تفصيلي راپور کې ويلي چې د سفيد ډهېرۍ ۳۳ کلنه نورين په حيات اباد ميډيکل کمپلکس او هم د سفيد ډهېرۍ ۲۵ کلنې راحيله په خېبر ټيچنک هسپتال کې ساه ورکړه.

د ادارې په وينا له دې سره په ټوله صوبه کې د ډېنګې تبې څخه د مړه شويو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.

په رپورټ کې ويل شوي چې د شنبې په ورځ هم يوولس سوه څوارلس کسان د معايناتو لپاره ور وړل شوي وو چې پکې ۲۴۹ په ډېنګي وايروس اخته دي او ۲۶۴ کسان لا هم په روغتونو کې بستر دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG