د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې نننۍ چاودنې ځینو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.
د وزارت مطبوعاتي سلاکار وحیدالله مجروح ازادۍ راډیو ته وویل چې د فتح الله کلا په اووم سړک شوې چاودنې دوه کسان وژلي او لس نور یې ټپيان کړي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ یوه چارواکي وویل دا یو ځانوژونکی برید وو. د نوموړي په خبره بریدګر غوښت چې د فتح الله کلا پر اوم سړک حسینیه تکیه خانې ته ننوځي.
اخوا فرانسې خبري اژانس د کابل د جنایي تحقیقاتو د رییس سالم الماس په حواله لیکلي، بریدګر د پسونو رمه رهي کړې او د تکیې خانې مخ ته خپلځان والوزولوه.
د مرګ ژوبلې سمدستي جزیات نشته خو په ټولنیزو رسنیو له هغې ډلې ټویټر او فیس بوک د دې چاودنې تصویرونه خپاره شوي او ویره شته چې ګڼو کسانو ته به یې مرګژبله اړولې وي.
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.