د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاره ځم ټوله شړنګېږم!


کلتور ، تهذیب ، ټولنه ، قام اوآزادي ـــ دا ټول ډېر زورور ټکي دي ــــ د هر ټکي تر شا د مانو سمندرونه او د تاریخ مزلونه پراته دي ــ هر یو ځان له یو جهان دی ـــــ یوه داسې جهان چرته چې بختور خلک د ژوند د جنت لازواله خوبونه ویني ـــــــ دا ټول بېل بېل دي ــــ خو یو بل ته داسې غاړه شوي دي ــ چې بیلتون يې ګران دی ـــــ آیا داسې ویلی شو چې تهذیب کل دی، کلتور، ټولنه، قام او ازادي يې اجزاء دي ـــــ دلته زه په تعریفونو پسې نه ګرځم ـــــ وضاحتونه نه کوم ـــــ څو خبرې شریکوم او نتیجې تاسو ته پرېږدم.

د پښتنو په خاوره تهذیبې سفر په غرونو، میدانونو، شاړو، مېرو، ګل-درو راتېر شوی دی ـــ پر لاره يې له توپانونو سره ډغرې وهلې دي ــــ د ګندهارا ، ادهیانه ، پشکلاواتي او ادهیانه په رنګونو کې خور شوی دی ــــــ زموږ په سندرو، ساندو، لوبو او کړاونو کې اغږل شوی دی ـــ د خپل عروج بام ته رسېدلې دی ـــــ او بیا د دې خاوروې په کنډرونو او لرغوني اثاریو کې د بې غمۍ په خوب ویده شوی دی.

موږ دومره بې حاله او بې خیاله نه وو!

زموږ ولسونو د ژوند تېرولو خپله لاره غوره کړې وه ــ موږ سلطنت هم درلود او د کندهار او پېښور غوندې ښارونه مو هم لرل ــ زموږ ژوند د مهاجرت او کډوالۍ وو ـــ زموږ سندرې په غم لړلې خو خوږې وې ـــ که د تاریخ جبر له موږه کتاب تروړلی وو خو کیسې یې راسره وې ، تجربې راسره وې ، د ژوند نغمې راسره وې ـــ زموږ قامي مشران هم وو او روحاني هم ـــ له موږ سره زموږ ښځو په شریکه د ژوند کاروان پر مخ بیولی ــــ زموږ جرګه هم وه او مرکه هم ــ دا دنیا ده ــ لکه د نورو قامونو موږه هم د ژوندي پاتې کېدو مبارزه کوله ـــ او کوو يې!

په دې ټول سفر کې موږ راپرېوتي هم یو ، بې لارې او بېکوره شوي هم یو ــ پردیو جنګونو هم خوړلي یو ، خپلو زړونو او نیتونو هم خوړلي یو ـــ د هرې پیړۍ په سر موږ د یوې نوې بلا سره مخ شوي یو ــ د یو بل سلطنت سره لاس و ګریوان شوي یو ـــ موږ د یو بل زورور غرور رامات کړی دی ـــ او خپله هم مات شوي یو!

ماتېږي ټول خلک بیا راټولېږي هم ـــ جوړېږي هم ــ

قامونه د ژوندي پاتې کېدو لپاره جنګ او امن دواړو ته ضرورت لري ــــ موږ د جنګ د لیکو په سر کې وو خو د امن د جرګو په مینځ کې مو ځانله ځای پیدا نه کړای شو ـــــــ موږ د بهر جنګ کولی شو ــ د خپل ذات دننه د جګړې توان مو نه لرلوـــــ زموږ په خاوره پیر روښان پیر تاریک شو ـــــ هم زموږ په خاوره یو ادم خان د خپلې درخانۍ مرۍ پرې کړې وه ـــــــ هم په دغه خاوره ډېر ګلونه خاورو خوړلي دي. ډېر رنګونه بلاګانو تېر کړي دي ــــــ

تهذیب څه دی؟ کلتور څه دی؟ سرتور ملنګ وايي د یو قام، د یو ولس د ښه او بدو تصور دی ــ ما فکر کاوه چې دا مهال زموږ د پاره د ښه او بد تصور څه دی؟

په لاره ځم ټوله شړنګیږم

ستا د تهمت زنځیر پر غاړه ګرځومه

XS
SM
MD
LG