د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتورګیو ناقانونه کاروبار کې له ښکېلو ملزمانو لا ګروږنې کېږي


د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ای اې د ګل په ورځ د پېښور په پبو کې په پبو کې د ګرفتارو اتو کسانو د لا پلټنو لپاره له عدالته جسماني ریمانډ اخېستی دی.

دې ملزمان په غیر قانوني توګه د پښتورګیو اېستلو او پلورلو کاروبار کولو چې پکې ډاکټران هم شامل دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د وفاقي تحقیقاتي ادارې د پېښور څانګې یو انسپکټر امجد علی وویل، دا غیر قانوني کاروبار د پبو په یوه شخصي روغتون کې کېدلو.

ده وویل چې د هسپتال عملې پشمول یې یو ډاکټر نیولی او د روغتون مالک اود پنجاب صوبې د یوه ایجنټ لټون روان دی. د پیښور ایف ای اې له چارواکیو سره په دې کاروایې کې د ملتان چارواکي هم شامل دي.

د وفاقي تحقیقاتي ادارې انسپکټر په وینا چې د چاپې په وخت تورنو د یو تن بډوډۍ اېستلو.

"چا چې بډوډۍ یا ګرده اخېسته نو هغه د افغانستان وو او پر چا چې یې پلورله نو هغه د پنجاب صوبې و. کله چې موږ چاپه ووهله نو اپرېشن روان و. په موقع موږ ډاکټر او نور د عملې کسان ونیول. او ناروغان مو د پېښور هسپتال ته ولېږل."

انسپکټر امجد علي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ملتان د اېف ای اې افسرانو په مرسته یې دا چاپه وهلې وه.

"څوک چې دا غېر قانوني کاروبار کوي نو هغوی دا په غلا کوي او د پښتورګیو اېستلو دا وروستۍ پېښه د شپې دوولس بجې شوې."

په دا ورستیو کې د قامي اسمبلۍ غړیو لخوا دا غوښتنه مخې ته راغلې وه چې د بدن اعضاو پیوندولو او ورکولو قانون کې دې ترمیم وکړل شي او د مجرمانو لپاره دې سخته سزا تجویز کړل شي.

د روان کال په مې میاشت کې د پاکستان وفاقي تحقیقاتي اداره اېف ایي اې یو چارواکي مشال راډیو ته ویلي وو چې پنجاب صوبه کې یي د پښتورګیو اېستو او پلورلو غېر قانوني کاروبار کوونکیو دوو ډلو پرضد تر کاروایي پس په خېبر پښتونخوا کې هم د ډاکټرانو یوې ډلې خلاف ګامونه پورته کړي دي.

د وفاقي تحقیقاتي ادارې د مالوماتو ترمخه چې غونډ ملک کې په خاص توګه پنجاب، خېبر پښتونخوا او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د بډوګیو د اېستو او پلورلو ډلې غېر قانوني کاروبار کوي چې پکې غیر ملکي ایجنټان هم ککړ دي.

کال ۲۰۱۰ کې د عالمانو او د ډاکټرانو اتفاق رایې پس د بدن د اعضاو پیوندولو او ورکولو اېکټ منظور شوی و او د تر دې اېکټ لاندې یو تن کولی شي چې د خپل بدن اعضا بسپنه (عطیه) کړي خو تر څو چې هغه په دماغي توګه مړ نه وي ګرځول شوی.

XS
SM
MD
LG