د لاسرسي ځای

تازه خبر

انټرپول د فلسطیني ادارې د شمولیت غوښتنه منلې


د پولیسو نړیوال سازمان "انټرپول" په دې سازمان کې د فلسطیني ادارې د شمولیت غوښتنه منلې ده.

انټرپول نن پر خپل ټویټر وویل چې د سالومون ټاپوګان او فلسطین د دې سازمان د غړېو په توګه ومنل شول.

د فلسطین کاندیدي په بیجینګ کې د انټرپول د پولیسو په کلنۍ غونډه کې تائید شوه.

د فلسطین د خپلواکۍ سازمان پر خپل ټویټر ویلي چې د انټرپول د نړیوالو پولیسو د سازمان ۷۵ فیصده غړیو د فلسطین غړیتوب ته مثبته رأیه ورکړې ده.

دا د فلسطین د هغو هڅو یوه برخه ګڼل کېږي چې غواړي په نړیوالو سازمانونو کې د غړیتوب له لارې د یو خپلواک دولت د جوړولو هدف ته نژدې شي.

اسرائیل چې په انټرپول کې د فلسطین د غړیتوب سخت مخالفت کاوه چې تر اوسه یې په دې اړه کومه تبصره نه‎ده کړې.

فلسطیني اداره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په ملګرو ملتونو کې د څارونکي په توګه ومنل شوه او د دې ادارې د بهرنیو چارو د وزارت په وینا له هغې راهېسې یې په ۵۰ نړیوالو سازمانونو کې غړیتوب تر لاسه کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG