د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د خوست ۵۶ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري


د خوست چارواکي وايي، په یاد ولایت کې ۵۶ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په بیدیاوو او یا د ونو سیورو ته زده کړې کوي.

د چهارشنبې په ورځ خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د ګلزار اکا په سیمه کې د یو لومړني ښوونځي لپاره د ودانۍ او چاردېوالۍ د جوړولو د کار د پیل په ځای کې ازادي راډيو ته وویل، د ښوونځیو د ودانیو کمښت هېواد شموله ستونزه ده، خو دوی په دې برخه کې خپلې هڅې کړي دي.

د خوست والي
د خوست والي

حکم خان حبیبي زیاته کړه:

"ورځ تر بلې په خوست کې د معارف بهیر په غوړیدا باندې ده، کوښښ مو دادی چې دوی لپاره دا د سرپناه ستونزه حل شي، ځکه د خوست په ګډون په ټول افغانستان کې د ښوونځیو د سرپناه ستونزې موجودې دي، ولې هلې ځلې مو دادي چې ورځ تر بلې او کال تر بله دې ستونزو ته رسیده ګي وکړو."

د خوست والي د متون په ګلزار اکا کې د شهیدانو د لومړني ښوونځي د جوړېدونکي ودانۍ په باب وویل چې په دې ۱۶،۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې بودجه يې د دولت ده او چارې به يې د لسو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ده وویل، په دې ښوونځي کې به شپږ سوه زده کوونکو لپاره د زده کړو زمینې برابرې شي:

"د متون په سیمه کې د یو ابتدايي ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره ږدو چې دا پروژه به د ۱۶،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو میاشتو په جریان کې بشپړېږي، بودجه يې د افغانستان د دولت لخوا نه ورکول کېږي، د ودانۍ په شمول به چاردېوالي او نور اړین ملحقات ولري، د شپږ سوه شاګردانو لپاره به په کې د درس زمینه برابرېږي."

بل لوري ته د خوست د پوهنې رئيس بخت نور بختیار وویل چې د یادې ودانۍ اړتیا په ډاګه کوي چې حتی د ښوونځیو کرايي ځایونه او ټولګي د زده کړو لپاره مناسب نه دي.

بخت نور بختیار وايي چې په یاد ولایت کې ۵۶ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او دوی دا ستونزه په مکرر ډول د پوهنې له وزارت سره شریکه کړې ده.

بخت نور زیاته کړه، د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال یوه اساسي اړتیا ده:

"د دې مکتب ودانۍ ته ډېره اړتیا وه ځکه موږ ورته اوس هم کرايي کور نیولی دی، د اکثریتو کرايي ځایونو کوټې وړې دي، د ټولګیو پوره کار ورڅخه نه اخیستل کیږي، نو محیط پر زده کړو پوره اغېز لري او کوم شاګردان چې په ښه محیط کې زده کړې کوي نتیجه يې ښه وي دا مهال د خوست۵۶ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري."

د یادونې وړ ده، د متون د ګلزار اکا د شهیدانو په لومړني ښوونځي کې ۳۶۰ تنه هلکان او ۳۱۰ نجونې چې ټول ۶۷۰ تنه کېږي، تر شپږم ټولګي پورې په زده کړو بوخت دي.

ټاکل شوې په نېږدې ورځو کې په خوست کې، د قبایلو د لیسې لپاره هم د ودانۍ او لیلیې د جوړولو کارونه پیل شي، د چارواکو په وینا د قبایلو په لیسه کې به د پولې د دواړو غاړو قبایلي ځلمیان د زده کړو او اوسېدو امکانات ولري.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG