د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مېټس کابل ته تللی دی


جېمز مېټس
جېمز مېټس

د امريکا دفاع وزير جيمز مېټيس چې د ناټو مشر ينس ستولتنبرګ هم ورسره دى نن کابل ته ورسېدل. ميتس له هند څخه کابل ته ولاړ.

دواړه مشران په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو اونۍ مخکې افغانستان ته د اضافي پوځيانو د لېږلو ژمنه وکړه.

له کله راهيسې چې تېره مياشت د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا نوې ستراتيژي اعلان شوې دا کابل ته د امريکا د کابينې د يوه وزير اول سفر دى. د امريکا دفاع وزير او د ناټو سرمنشي په داسې حال کې افغانستان ته ځي، چې افغان امنيتي ځواکونه د وسلوالو طالبانو او نورو ډلو د ماتولو لپاره هڅه کوي.

دغې ډلې په ٢٠١٤م کال کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموريت له ختمېدو وروسته هم په افغانستان کې فعاليتونه درلودل. ښاغلى ماتيس تر دې مخکې په هندوستان کې د افغانستان پر وضعيت له هندي چارواکو سره خبرې وکړې.

امريکايي جنرالانو له څو مياشتو راهيسې ويل چې په افغانستان کې وضعيت له درېدلي حالت سره مخامخ شوى دى.

له افغان حکومت سره کلونو راهيسې په بېلابېلو برخو کې مرستې شوي او د ناټو ائتلاف يې لا هم ملاتړ کوي. بله مياشت په افغانستان کې روانه جګړه ١٦ کلنه کېږي چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده.

د ولسمشر ټرمپ د پلان له مخې امريکا افغانستان ته تر ٣٠٠٠ زيات اضافي سرتېري لېږي.

په افغانستان کې دا مهال د امريکايي پوځيانو شمېر ١١زرو ته رسېږي، چې د افغان قواوو په روزنه او سلا مشوره کې همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG