د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېټني مشران وايي ، پولیټکل انتظامیه دې د دوی نیولي کسان خوشي کړي


د ایف سي ار پرضد د یو پخواني احتجاج عکس
د ایف سي ار پرضد د یو پخواني احتجاج عکس

د نیم قبایلي سیمې لکي مروت پولیټیکل انتظامیې په ایف سي ار کې د اجتماعي زمه وارۍ مادې له مخې د بېټنیو د قبیلې اولس کسان نیولي دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د یادې قبیلي د مشرانو له خولې وايي چې په ایف آر لکي کې د یو استاد د بدلولو پر سر د ځايي خلکو او د پولیټیکل انتظامېې د چارواکو تر منځ څو ورځې وړاندې نښته شوې وه.

دوی وايي چې په دغو نیولو شوو کسانو کې ځینې خوشې کړل شوي او ځینې بیا جیل ته استول شوي دي.

یو خوشې کړل شوی ځایي ملک ذاهدالله بټني مشال راډیو ته وویل چې دوی د یو استاد د تبادلې خلاف خبري غونډه پریس او مظاهره کړي وه.

د ملک ذاهدالله بېټني په وینا ، د هم دې پر سر پولیټیکل انتظامیې دوی ګرفتاره کړل. بلخوا د ایف آر لکي اسسټنټ پولیټیکل ایجنټ ریاض مسود وایي دغه مسله به زر هواره کړي.

د بېټنيو مشرانو له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې ځایي استادانو ته دې ترقي ورکړل شي او د دوی نیول شوي کسان دې زر خوشي کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي چارواکي وايي ، په ایف سي ار قانون کې یې بدلون کړی او اوس د اجتماعي زمه وارۍ له مخې خلک نه نیول کېږي.

خو د یادې سیمې یو ټولنیز فعال عبدالله ننګیال مشال راډیو ته وویل چې د حکومت دا خبره هیڅ حقیقت نلري چې ګواکې په اجتماعي توګه خلک نه نیول کېږي.

ده وویل ، د ایف ار لکي دا پېښه یې تازه بېلګه ده او تر دې وړاندې هم په دې وروستیو کې څو داسې پېښې رامنځ ته شوې دي چې پولیټکل انتظامیې عام خلک په ډله ییزه توګه نیولي دي.

نوموړي وویل ، خلک د حکومت له داسې کړنو ډېر تنګ دي او باید داسې پېښې بیا تکرار نه شي.

په قبایلي سیمو کې د قانوني اصلاحاتو په اړه په تېر یوه نیم دوه کاله کې بحثونه ډېر تاوده شوي ، غونډې او مظاهرې شوې دي.

خو ځايي مشران او سیاسي ګوندونه د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه پر دوو ډلو وېشل شوي دي.

یوه غاړه غوښتنه کوي چې قبایلي سیمې د زر تر زره په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي چې د دوی په وینا ، ټولې مسلې یې هوارې شي.

خو بله غاړه بیا د داسې ګام مخالف دي او غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمې کې تر هر ډول قانوني او انتظامي بدلون وړاندې باید له ځايي ولس څخه رایه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG