د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او پاکستان ګډ پوځي مشقونه پیل کړل


د روسيې او پاکستان ځانګړیو ځواکونو د روسيې د شمالي قفقاز په قراچاى چرقس جمهوريت کې د دوو اوونيو لپاره ګډ رونيز مشقونه پيل کړل.

نن د دغو مشقونو په پرانېستونکیو مراسمو کې د دواړو هېوادونو ٢٠٠ پوځيانو او د ځانګړیو ځواکونو قوماندانانو برخه درلوده.

د پاکستان يوه جنرال سعيد علمدار حسين شاه وويل: دغه مشقونه د اسلام اباد او مسکو دواړو لپاره خورا مهم دي.

حسين شاه دغو مراسمو ته په وينا کې وويل: د دغو مشقونهو هدف د مسلکي تجربو شرکول او د روسيې او پاکستان د غرنيو قطعو ترمنځ په پوځي برخه کې د همکاريو پياوړي کول دي.

د روسيې د ځواکونو يوه وياند واديم استاف يف وويل، د دروژبا ٢٠١٧ پوځي مشقونه به د ترهګرۍ -ضد عملياتو، د برمته وو د ژغورنې د ماموريتونو او د تالاشۍ عملياتو په برخه کې همکاري زياته کړه.

د پوځ عامه اړیکو څانګې ترمخه چې له دې مشترکه پوځي مشقونو سره به د دواړو ملکونو ترمینځ پوځي اړیکې نورې هم ښې او مضبوطې شي.

د ای اېس پي ار په وینا چې په دې پوځي مشقونو کې به د پاکستان پوځ خپله د ترهګرۍ د مخنیوي تجربه هم شریکوي.

بلخوا تېر زیارت د پاکستان خارجه وزارت ویلي ول چې د پاکستان پوځ مشر به د اکتوبر په وړومبۍ اوونۍ کې د روس دوره کوي.

په دې لړ کې د قایداعظم پوهنتون د نړیوال اړیکو څانګې پروفیسر ډاکټر ظفر نواز جسپال وایي له تېرو اتو لسو کالو راهیسي نه یواځې له روس سره د پاکستان اړیکې ښه کیږي بلکې د ترهګرې پرضد د دواړو ملکونو اتفاق رایه هم جوړه شوې.

د ده په وینا، “خو له دې سره سره دا به هم کتل وي، په نړیوال سیاست کې چې کوم بدلون کیږي نو په هغې زموږ او د روسیې اړیکو ترمینځ چې کومه خلا وه نو هغه ختمېږي او خپلمینځی کمک سیوا کېږي. زه به درته یاد کړم چې تېر کال په روس کې درې - اړخیز غونډه شوې وه او د سږ کال په اپرېل کې هر- اړخیز غونډه چې پکې روس پاکستان ته ډېر اهمیت ورکړی و نو چې دا کوم پوځي مشقونه کېږي او د پوځ مشر د تلو چې کوم پروګرام دی او زموږ چې اتفاق رایې جوړېږي نو له روس سره د اړیکو یو نوی دور شروع کېږي چې پکې ښه والې په نظر راځي.”

د سیمه ایزه چارو کار پوه رحیم الله یوسفزي په اند پاکستان غواړي چې د امریکا یو متبادل پیدا کړي. دمګړۍ به ویل ګرانه وي چې چین او روس د امریکا متبادل کېدلای شي. خو هلې ځلې روانې دي او په دې کې پرمختګ کېدلای شي. پروسږ کال هم داسي ګډ پوځي مشقونه شوي ول. زما په خیال دا اوس یو مستقل کارښکاري.”

په دې لړ کې د دفاعي چارو کار پوه او پخوانۍ بریګډییېر محمد سعد وایي، دا مشقونه د نړۍ نورو ملکونو ته یو پیغام دی.

“دا یو علامتي غوندې مشق دی. په داسې مشقونو کې دواړه پوځونه د یو بل تجربې، د نویو وسلو استعمال او نوې پوځي طریقې زده کړي. داسې مشقونه یو اشاره وي چې د پاکستان او د روس اړیکې ښه اړخ ته روانې دي.”

تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د ملاقات پر وخت د روس خارجه وزیر د پاکستان خارجه وزیر ته د روس د دورې بلنه هم ورکړې وه.

د ملاقات پر مهال د پاکستان خارجه وزیر هیله څرګنده کړې وه چې پاکستان له روس سره په مختلیفو څانګو کې اړیکو ته وده ورکول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG