د لاسرسي ځای

قبایلي مشران: د فاټا اصلاحات د وخت مهم ضرورت دی


د یکشنبې په ورځ د باړې په برقمبر خېلو کې د فاټا د اصلاحاتو په اړوند یوه مهمه غونډه وشوه.

غونډې ته د پارلیمان استازو او قومي مشرانو د ویناوو په ترڅ کې وویل چې د قبایلو د ستونزی هواری هله ممکن دی چې قبایلي سیمې به خیبر پښتونخوا کې ورګډې کړل شي او د پېښور های کورت واک تر قبایلي سیمو وغځول شي.

قانون پوه او قومي مشر عبدالطیف افریدي غونډې ته د وینا پر مهال وویل:

« قبایلو که تاسو عزت غواړئ، که خپل بنیادي حقوق غواړئ، که تاسو د خپلو بچو مستقبل غواړئ، بله هېڅ لاره نشته، یواځې د فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې د انضمام ( ورګډولو ) له لارې دغه هرڅه ممکن دي.»

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خیبر ایجنسۍ استازي الحاج شاجي ګل بیا غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې قبایلو ته په دې خبره یوه خوله کېدل پکار دي چې د خپل سباوون د ټاکنې لپاره رامخې ته شي او د حکومت نه خپل حق وغواړي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ د خلکو استازي شهاب الدین خان غونډې ته د وینا پر مهال وویل:

« ځینې خلک وايي که قبایل په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل شول نو د دوی روایات به خراب شي، زه د غو خلکو ته وایم، ایا تاسو د پېښور، مردان او د ملاکنډ د خلکو نه ځان پورته پښتانه ګڼئ؟ که قبایل په خیبر پښتونخوا کې شاملیږي نو له دې سره د هېچا روایاتو ته تاوان نه رسیږي.»

شهاب الدین خان زیاته کړه چې د پېښور های کورټ د کار ساحه قبایلي سیمو ته غځول غواړي.

XS
SM
MD
LG