د لاسرسي ځای

په پيښور ،کوټه ،کراچۍ او د پاکستان په ځينو نورو برخو کې پښتانه د خپلو کلتوري لباسونو په اغوستو ،اتڼونو او نورو اړوندو غونډو سره د خپل کلتور ورځ لمانځي.

بلخواه په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ له لوري د جوړ شوي پښتو درې ورځني نړیوال سیمینار په وروستۍ ورځ د موسيقۍ پروګرام جوړ شوی.

په دې نړیوال سیمینار کې په امریکا کې د یوولسم سپټمبر له ترهګرو بریدونو وروسته - د پښتو ژبې ، ادب او کلتور پر فکري او تخليقي يون بحثونه وشو.

هم په دې سيمنار کې دوه کاله مخکې د يو قرارداد له لارې پريکړه شوې وه چې هرکال به په ۲۳ م ستمبر د پښتون کلتور ورځ مانځل کيږي.

XS
SM
MD
LG