د لاسرسي ځای

تازه خبر

ویناوال: د شپون خبرو په غرونو کې د مینې او ورورۍ ازانګې خپرولې


د چهارشنبې په ورځ د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او محصلانو د پښتو ژبې د وتلي لیکوال او شاعر استاد سعدالدین شپون د ادبي او ټولنیزو خدمتونو یاد غونډه جوړه کړې وه.

د ناستې ویناوالو په خپلو مقالو او ویناوو کې استاد شپون د معاصرو لیکوالو په منځ کې د اوچت مقام لرونکی یاداوه او زیاتوله يې چې نوموړی په داستاني ادب لکه کیسه او ناول لیکنه کې د ځان ته سبک څښتن وو.

دوی زیاتوله استاد شپون په لیکنه، ناول او شاعری کې ولسي ژبه کاروله، خو ده دا ولسي ژبه د وخت په تېریدو داسې سوچه کړه چې تر لیکنۍ او تشریفاتي ژبې ډېره خوږه وه.

د شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئيس پوهنیار میاولي شاه میاخېل د یاد غونډې ګډونوالو ته وویل، د پښتو ژبې د اوسنیو مخکښو لیکوالو په منځ کې سعدالدین شپون له هغو ادبي شخصیتونو وو چې مرحوم صدیق روهي يې به خپلو لیکنو کې ستاینه کړې ده.

پوهنیار میاولي شاه میاخېل
پوهنیار میاولي شاه میاخېل

نوموړی وايي:

''د پښتو په معاصرو لیکوالو او شاعرانو کې څو تنه لیکوالان او شاعران په هنري لحاظ د اوچت مقام خاوندان وو چې هغه یو الفت صاحب، حمزه بابا، جهاني صاحب، اجمل خټک، بینوا صاحب، سلیمان لایق، محمد صدیق پسرلی او شپون یادولی شو.''

پوهنیار سبحان الله شهاب په خپلو خبرو کې استاد شپون په داستاني ادب کې د ځانګړي سبک څښتن یاد کړ.

ده وویل د شپون نثر مصنوعي او ساخته ګي نه وو، بلکې هغه نثر يې کاروو چې په عادي ډول ورباندې غږیده:

''استاد شپون په داستاني ادب یانې کیسه او ناول کې د ځانګړي سبک څښتن دی او سبب يې هم ژور فکر، اوږده تجربه بلل کېږي، د استاد شپون د سبک په ځانګړنو کې د نثر ولسي ژبه، انځورګري، کرکټر کښنه او طنز تر ټولو مهم بلل کېږي، داستان د ولس پر پيښو څرخي او ژبه يې هم ولسي بلل کېږي، پښتو ناول لیکوال نصیراحمد احمدي وايي، ارواښاد شپون به ویلې چې نثر وایو، اورو يې خو لیکو يې نه، خو استاد شپون داسې نه وو، څه چې يې ویل هماغسې يې لیکل او پدې کار کې بریالی وو.''

شاعر او ژورنالیست نوراجان بهیر په خپلو خبرو کې د استاد سعدالدین شپون د ادب په بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او ويې ویل، کله چې څوک د استاد لیکنې وايي فکر کوي چې دا صحنې عملاً ویني.

ښاغلي بهیر زیاته کړه:

''خاصې ځانګړنې چې استاد شپون يې لري، یو په کې ولسي ژبه ده، خو ده دا ولسي ژبه داسې سوچه کړه، لکه موږ چې د لیکلو لپاره کومه تشریفاتي ژبه لرو تر هغې ډېره خوږه وه، کرکټر جوړونه په داستان لیکنه کې د ده یو خاصه ځانګړتیا ده، یانې تاسو به چې کله هم د ده لیکنې لوستې هغه څه چې ده ویل، هغه تاته نیغ مخامخ درېدل، تا فکر کاوه چې زه دا صحنه وینم، دغه تجربې او انځور ګري د ده په شاعري کې هم وه، یو دوه بیته دي:

نیمه شپه کې راغله، تورې سترګې سره لاسونه

تورې غوړې څڼې لکه سوي درمندونه

ټیک يې په تیاره کې پړقیده لکه برښنا

شرنګ يې د بنګړیو لکه کړچنده ټانکونه.''

شاعر او کره کتونکي فریدالله قربان وویل، په امریکا غږ راډیو کې د شپون تر ویاندویي مخکې د رسنیو ژبې داسې وې چې ولسي خلک پرې ښه نه پوهېدل، خو شپون د راډیو له مایکه خلکو سره د خلکو په لهجه خبرې پیل کړې.

فریدالله قربان:

''شپون صاحب هغه وخت چې امریکا غږ راډيو ته ولاړ، د رسنیو په باب يې د عام ولس ذهنیت بدل کړ، د دوی پر ژبه يې د راډیو له مایکه خبرې ورسره وکړې، زما په فکر دا د ژورنالیزم په ډګر کې یو ستر بدلون دی چې موږ له ولس سر د ولس په ژبه وغږیږو، کاروان صاحب د ده د پروګرامونو بار، بار یادونه کوله چې شپون صاحب به داسې خبرې کولې چې په غرونو کې يې د مینې او ورورولۍ ازانګې خپرولې.''

د خوست شیخ زاید پوهنتون یو تن محصل عبدالرحمن کلیوال د استاد شپون په یاد کې خپل ترتیب کړی شعر واوراوه:

شپون د ادب د اسمان ستوری او د زړونو پاچا

شپون د دې خاورې او ولس د امیدونو پاچا

دا څه عادي شپون نه وو، ډېر انسانان ده وروزل

د خلکو شپون وو، د پښتو د ولسونو پاچا

ده ښکلې، ښکلې مرغلرې راډالۍ کړې موږ ته

هنر دې ستایو، د هنر د ارزښتونو پاچا

نور ادیبان لکه ګلونه ترې چاپیر راتاو وو

رخصت يې واخیست، ترې روان دی د ګلونو پاچا

بس کلیوال درته دعا کړي ،نور څه وس نلري

خالق دې تا کړي، د فردوس د جنتونو پاچا.

یاده دې وي افغان لیکوال، شاعر او د کابل پوهنتون پخوانی استاد سعدالدین شپون د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپيښې ناروغۍ له کبله د روانې سپټمبر میاشتې په لسمه د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

استاد سعدالدین شپون په لغمان کې خاورو ته وسپارل شو.
استاد سعدالدین شپون په لغمان کې خاورو ته وسپارل شو.

استاد شپون نژدې ۲۰ کاله په امریکا غږ راډیو کې د خبریال په توګه دنده ترسره کړې وه، شین ټاغی، د بنګي غاړه، ترخه پر پرخه، ګټیالی، د مچۍ ځاله په ګډون یې څینې داستاني اثار چاپ شوي دي.

د استاد شپون ناول 'د سمڅې یاران' د راشد خټک لخوا اردو ژبې ته د 'یاران غار' په نامه ژباړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG