د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان کې د واده خواړه پاګلخانې ته یووړل شول


د تاجکستان په کولاب کې د زايد الله خضروفپه کور کې یې د لور واده لپاره وروستۍ تياريانې روانې وي چې یو څو چارواکي وراغلل او ټول هغه خواړه يې ترې قبضه کړل چې کورنۍ یې د خوشالۍ لپاره برابر کړي ول. چارواکیو د دې خوړو اندازه له هغه قانون سره په ټکر کې وګڼله چې په ودونو، خيراتونو او شخصي پروګرامونو لپاره ټاکلې وه.

يو چارواکی خولمراد ابراهيموف چې د اګست په شپږويشتمه يې د کولاب په دانا سيمه کې دې کاروايي کې برخه اخيستې وه، وويل دا د خوړو ضايع کول دي. د هغه په وینا دوی په دې کلي کې د قانون ماتېدو مخه ونيوله. کله چې د دې کاروايي په اړه مطبوعاتو رپورټونه ورکړل نو ابراهيموف د سپتمبر په اتلسم تاريخ دا تاييد کړه او و یې ويل دغې کورنۍ ځانګړې ډوډۍ او حلوا تياره کړې وه چې چارواکیو ونيوله او د کولاب دماغي ناروغانو روغتون ته يې ورکړه.

تاجکه ناوې
تاجکه ناوې

نوموړي همداراز زياته کړې چې په دې واده کې تيار شوی خوراک د يادې غريبې کورنۍ له آمدن يا عايد څخه لوړ وو. ابراهيموف چې د کوم قانون خبره کوي هغې ته په تاجکستان کې تنظيم ويل کيږي او په ۲۰۰۷ کال کې تر هغې وروسته عملي کېدل پېل شول چې ولسمشر امام علي رحمان وویل په خيراتونو او ودونو کې د زياتو پېسو لګولو رواج پر غریبو کورنيوو مالي فشار اچوي.

۴۴ کلن خضروف چې د لور واده لپاره يې تیار کړی خوراک نيول شوی د اوو بچو پلار دی او ژوند یې د خپلې حوېلۍ په سبزيوو او ورځنۍ دياړۍ روان دی. هغه وايي خپلې مېرمن ته يې ويلي ول چې د زوم کورنۍ د لیست او ځايي رواج مطابق دې خواړه نه برابروي. نوموړی خوشاله دی چې چارواکیو پر دې کار جريمه نه کړ او يوازې د خوراک په قبضه کېدو خلاص شو.

له دې قانونه يو ځل سرغړونکي بايد ۴۰۰۰ ډالر جريمه ورکړي او که په دوهم ځل چا قانون مات کړ نو ناغه ۵۷۰۰ ډالرو ته رسېږي. په تاجکستان کې دولتي کارکوونکي لکه ښوونکي د مياشتې يونيم سل ډالر تنخا لري. چارواکي وايي دې ته په کتو سره يې په قانون کې دومره درنه جريمه ايښې چې خلک له اضافي مصرفه راوګرځوي. د دې قانون تر مخه د مړو په اوومه او شپږ مياشتنۍ يادونې هم بندیز دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG