د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوانو سياستوالو پلانونه


اوريدونکو د پاکستان د ۲۰۱۸ م کال په عامو انتخاباتو کې د برخه اخستو لپاره يو شمير ځوانان په دې لټه کې دي چې له خپلو اړونده سياسي ګوندونو ټکټونه ترلاسه کړي.

په ځوانانو غږ پروګرام کې له هم داسې ځوانو سياستوالو سره خبرې کوو، کوم چې کېدای شي په راتلونکو عامو انتخاباتو کې برخه واخلي او ممکن ده چې د واک او اختيار خاوندان جوړ شي.

له دوي سره پر دې خبرې کوو چې د خپلو خلکو د ژوند ښه کولو لپاره څه پلانونه يا منصوبې لري؟ د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو د څانګې يو مشر محسن داوړ چې د قانون او کاروبار په څانګو کې يې اعلا تعليمي زده کړې ترلاسه کړي وايي که د پارلېمان غړيتوب ترلاسه کړي نو په خپله سيمه شمالي وزيرستان کې به د وړيا او معياري تعليم په ګډون نور يوشمير پرمختيايې کارونه ترسره کوي.

بلخوا د قامي وطن ګوند بابر مومند چې په برتانيه کې يې د کاروبار په څانګه کې تعليم ترلاسه کړی وايي د خپلې سيمې شبقدر خلکو ته به رزوګار او تعليم ورکوي. د دې دواړو ځوانانو خبرې دلته د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

د ځوانو سياستوالو پلانونه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:46:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG